د ډاکټر اسدالله بها د مړينې له امله د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې د خواشينۍ پيغام

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 3681
زرين انځور - جرمني
دخبریدو نیټه : 2005-09-20

 

٢٠٠٥ کال ،  د سيپټمبر ٢٠

جرمني  ، د کولن  ښار

 

 

په خواشينۍ سره خبر شولو چې نوميالی افغان فرهنګپال ، د ښوونې او روزنې متخصص او د اتريش په ويانا کې د افغانستان د بيا ودانولو د مرستې ټولنې مشر ډاکټر اسدالله بها د ورپېښې ناروغۍ له امله ، په ويانا کې له نړۍ سترګې پټې کړې .

 

انا لله و انا اليه راجعون

 

ارواښاد ډاکټر بها يو خوږ او مهربان استاد ،د جنګ ځپلي افغانستان د سولې او بيا ابادۍ لېوال او د افغانستان د کلتوري پرمختګ د هلو ځلو له فعالو کسانو څخه و .  نوموړی په پردېسۍ کې هم د هېواد په درد دردمند و . هغه په اتريش کې د  افغانانو د يووالي ، اتحاد او اتفاق لپاره نه هېرېدونکې هڅې کړې دي . په اروپا کې د افغاني کلتوري ټولنو د ګډې جرګې په جوړولو کې يې هلې ځلې کړې دي او د مؤسسينو له ډلې څخه يې و .

 

د افغانستان د کلتوري ودې ټولنه د خپل دغه مهربان همکار په مړينه خواشيني څرګندوي ، د هغوی غمجنې کورنۍ او په اتريش کې د افغانستان د مرستې او بيا ودانولو ټولنې د مشرتابه جرګې او ټولو غړيو ته خپل تسليت وړاندې کوي .

 

اروا دې يې ښاده وي