په ترافيکي پيښه کي د خالد هادی حيدري د ټپي کيدو خبر مي په بينوا پاڼه کي ولوست ، ډير غمجن سوم . بس همدا خبره مي پر خوله راغله ، چي لويه خدايه درد يې ليري لره او صورت يې سالم .
هادي حيدري مي تر اوسه مخامخ نه دۍ ليدلۍ ، خو داسي راته بريښي لکه هره ورځ چي يې وينم . د بينوا انترنيټ پاڼي په پرانستلو سره تر هرڅه وړاندي ديوه پښتون او زيار کښه ځوان سره ځان مخامخ وينم ، داسي ځوان چي د پښتو په چوپړکي ستړيا نه لري او افغاني سپيڅلتوب يې په ويلو ، ليکلو او پښتو ته په زيار ګاللو کي څرګند دۍ . په دې هيله چي د بشپړي روغتيا خبر يې ژر ولولم ، دعاکوم چي لوۍ څښتن دي د پښتنو دا ځيرک زلمۍ روغ رمټ او د هر ډول مصيبت څخه په امان وساتي .
بشپړي روغتيا ته دي دعا کوم
ستا ورور رسول باوري