لودين
تيره ورځ ناوخته په كابل كې د امريكا سفير کارل ايکن بيري د كابل ښاروالۍ سره د ۲۴۰ ميليونو ډالرو د مرستې اعلان وكړ.
كابل ښاروال انجنير محمد يونس نو اندېش يوي خبري غونډي ته وويل ، چې دغه پيسې به د نوي ابتكار په نوم د پروګرام له لارې ولګول سي .
هغه زياته کړه چې په دغه پروګرام كې په كابل ښار كې د سړكونو ، زيرزمينيو ، هوايي پلونو ، د استوګنې كورونه او ځينې نورې پروژې شاملې دي .
د نواندېش په خبره ، دغه پيسې به د درې کلونو په موده كې په يادو پروژو ولګول سي .
كابل ښاروال زياته كړه ، چې ددې پروژو طرحه يي له يوې امريكايي كمپنۍ سره مطرح كړې ده .
په كابل كې د امريكا سفير ايكن بيري وويل ، چې كابل ښار ښو ښاري خدمتونو ته اړتيا لري ، ځكه چې د افغانستان هغه خلك ، چې په ښارونو كې ژوند كوي ۵۰ سلنه يي په كابل كې دي .
ده زياته كړه ، چې په كابل كې به له هغو پروژو سره هم مرستې وكړي ، چې د پيسو د نشتون له امله يې كار په ټپه ولاړ دى .