هیواد راډیو په ناروې کي په فعالیت پیل وکړ

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 36975
خالد هادي
دخبریدو نیټه : 2010-07-11

په ناروی کی میشت د افغان ځوانانو یو ټیم په دی وروستیو کی په دې وتوانید چي  د خپل زیار او زحمت په بنسټ د یوی سیمیزی راډیو په رامنځته کیدو بریالي سي  . دا راډیو چی د هیـــواد راډیو په نوم یادیږی ، او  په اونی کی یوه ورځ  چی د یکشنبی ورځ ده د ۴ ساعتونو لپاره د اروپا په وخت د سهار د لسو نه د غرمی تر دوه بجو پوری  خپرونی  لری . دوی په دی تکل دي تر څو د افغانی کلتور او دستور د ودی ،  په ناروی کی د میشتو  نوو ځوانانو  تر منځ  د خپلی ژبی تروج او وده تر څنګ  د نوو راغلو افغانانو لپاره یوه معلوماتی مرجع هم اوسو .

راډیو د اوسلو او  په شاوخوا سیمو کی د اف ایم په څپه ۱۰۷،۷ )     F.M 107,7  (د اوریدلو وړ ده . دوستان یی د نړی په نورو سیمو کی ددوی د ویبپاڼی له لیاری چی  www.hewadradio.com  نومیږی  ژوندی او تیری خپرونی، د ویبپاڼی په زیرمتون کی اوریدای شی .