له استاد پوهنمل ډاکتر ستارګل پکتیاوال سره خواخوږي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 37027
عبدالهادي هادي
دخبریدو نیټه : 2010-07-13

 


داڅه خوني ورځ ده چې فطرت لکه چنګیز
په سپین سهار تالا کړلو حرم زما د زړه

کل نفس ذایقه الموت


په ډېره  خواشينۍ  مې خبر تر لاسه کړ  چې د پښتو ژبې او فرهنګ د یوه خدمتګار ، ګران استاد پوهنمل ډاکتر ستارګل پکتیاوال ، د زړه سر او د سترگو تور ، زلمی زوی ، پرویزګل پکتیاوال ،په استرالیا کې د یوې ترافیکي پیښې  له امله تاند لباند شو.

انا لله وانا اليه راجعون .

 زه   په ځان کې له ډاکتر صیب سره د خواخوږۍ له پاره د الفاظو د پیدا کولو متره نه وینم،  خو دومره وایم چې په دغې دردونکې پېښې سره نه يوازي  ډاکتر ستارګل او د ده کورنۍ ودردېده، بلکې د  دنیا په هر ګوټ کې د دوی  خواخوږي او د پښتني فرهنګ ټول خدمتګاران، د دوى له دې درد سره  وزوریدل .
 زه خپل ګران دوست ډاکتر صیب ستار ګل پکتیاوال،د دوی دروند پلار جنرال صیب جنت ګل پکتیاوال،انجنیر حبیب ګل پکتیاوال  ، ډاکتر نذیرګل داور او د دوى له ټولي کورنۍ سره  سم ، د غم پر دې ویړ ټغر نا ست یم  ، او د لوى الله ( ج)  دربار ته لاسونه لپه کوم چې  ، دوی ته د دغه درانه غم ، د زغم وس او زموږ ځوانیمرګ شهید پرویزګل ته  جنتونه ورپه برخه کړي . 

مرگ حق دى زموږ ټولو همدا لاره ده.