د ګويته انستيتوت (دالمان د فرهنګي مركز) خبرتيا

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 37028
هادي
دخبریدو نیټه : 2010-07-13

 

د المان فرهنګي مركز، ګويته انستيتوت په پام کې لري چې د معاصرو ادبياتو د شپږم جشن په  پایله کې چې د افغانستان  د ماشوم ادبياتو ته ځانگړى شوى و پريکړه وشوه چې د ماشومانو لپاره د كيسو يوه منتخبه ټولګه چاپ او خپره كړي .
په پام کې د ي چې لومړى ټولې کيسې را ټولې او څو غوره کيسې ورنه انتخاب شي اوټولو کيسو ته به انځورونه جوړ او چاپ ته وسپارل شي.
 د يادونې وړ ده چې  په پاى کې به لومړۍ ، دوه يمې  او درېيمې غوره کيسو ته جايزي هم ورکړل شي٠  
له ټولو درنو كيسه ليكوالو څخه هيله كيږي چې د ماشومانو لپاره   ليكل شوې كيسې د١٣٨٩ کال د زمري   تر  ٢٤ نېټې پورې د المان فرهنګي مركز ګويته انستيتوت او يا هم د ماشوم د ادبياتو كور ته په دې پتو راواستوي .

بريښنا ليك :
program@kabul.goethe.org
Mashom.k@gmail.com

پوستي پته: 
ګويته انستيتوت  د بهرنيو چارو وزارت سرک
شاه محمود خان واټ – کابل افغانستان .
يادونه : دغه پروژه د ډنمارک دسفارت له مالي ملاتړ څخه پرخمنه دى .