په ډنمارک کې د (خپلواکۍ) د فرهنګي مرکز د خواخوږئ پیغام

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 3705
په ډنمارک کې د (خپلواکۍ) فرهنګي مرکز
دخبریدو نیټه : 2005-09-20

 

په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د هېواد یوتن وتلی روڼ اند ، مخور فرهنګپال اود افغانستان د بيا ودانولو د مرستې ټولنې مشر   ډاکتر اسدالله بها د ورپېښې ناروغۍ له امله په دې نږدې تېرو ورځو کې د اتریش په هېواد کې له وطن نه لرې  ساه ورکړه او د حق پر لاره رهي شو( لوی خدای دې ښه جنتونه ورپه برخه کړي ).

تلیاد ډاکټر بها هېواد ته د ښوونې او روزنې په برخه کې د قدر وړ خدمتونه ترسره کړي او دلته په اروپا کې یې هره شېبه خواخوږي زړه  د ګران افغانستان د بیا ودانولو لپاره ټوپونه وهل .

په ډنمارک کې د افغانستان د علمي – فرهنګي خدمتونو مرکز ( خپلواکۍ ) ټول کارکونکي او یو شمېر فرهنګیان او روڼ انده افغانان د ارواښاد استاد بها ناڅاپي مړینه د هېواد علمي او مسلکي کړیو ته یوه نه جبرانېدونکې غمجنه پېښه ګڼي او په دې توګه د ارواښاد له کورنۍ ، دوستانو او خواخوږو سره خپله غمشریکي یو ځای کوي او د تسلیت ژور مراتب وړاندې کوي .

د ( خپلواکۍ ) د فرهنګی مرکز په استازیتوب

یوسف هېواددوست