په ډېرې خوښۍ سره مو د افغانستان د ملي راډیو ټلویزیون او افغانفلم د عمومي ریًس په توګه د افغانستان د نومیالي لیکوال ، کره کتونکي ،کیسه لیکوونکي ، شاعر او ژورنالیست ښاغلي زرین انځور د ټاکل کېدو خبر د تل افغان په انترنیتي پاڼه کې ولوست . بې له شکه موږ د خپلواکۍ د فرهنګي مرکز همکاران ، په ډنمارک او ټولو سکندناوي هېوادو کې زیات شمېر افغاني فرهنګیان او د افغانستان د ملي راډیو ټلویزیون بې شمېره لیدونکي او اورېدونکي ددغه نیکبخته تقرر له امله ډېر خوښ شوي او ټول هیله لري چې تر دې وروسته به د افغانستان ملي راډیو تلویزیون ،او افغان فلم د افغانستان د منلي تاریخ ، ملي هویت ، تاریخي شتون ، ملي پیوستون او فرهنګي لوړتیا سمه ، روغه او منلې مرجع او څانګه و اوسي .موږ پوره باور لرو چې ښاغلی انځور به د یو ملي او بادرده افغان فرهنګي شخصیت په توګه د هېواد روان نازک سیاسیي او فرهنګي حالت په پوره درک سره د افغانستان د فرهنګ او ژورنالیزم ددغې برخې له ستر پړوا څخه په بریالیتوب راووځي او د ملي بریو پر لور په د رڼا ور پرانیزي .رسنۍ او له هغې ډلې ټلویزیون او راډیو په اوسني دور کې د افغانستان په شان جګړه ځپلي او دښمن ځپلي هېواد کې د ملت د ټولو زخمونو لپاره د مرحم پټۍ بلل کیږي او د افغانستان د تاریخ او هویت د دښمنانو پر افکارو د مرګوني ګذار مقام لري .زرین انځور به د همدغه شان ژورنالیزم استازی شي ، زرین انځور به د ټلویزیون او راډیو څپې د کرکې خپرولو له شر څخه وژغوري او ملي هویت به د هر افغان د کور ښکلا وګرځوي .موږ هر پخواني ریًس ته همدا راز هیلې لیکلي ، خو دا ځل باور لرو چې راډیو ، ټلویزیون او افغان فلم به د جنګسالارانو او افغان دوښمنه خواوو څخه وژغورل شي او د هر غیر مسلکي عمل او عامل سره به په زړورتیا مبارزه وشي .
ګران انځور صیب ! د افغانستان په راډیو او ټلویزیون کې د ژبو توازن سم نه دی ، دغه راز په راډیو ټلویزیون کې زیاتره کارکوونکي یا سیاسي متعصبه کسان دي او یا له مخې غیر مسلکي کسان .د راډیویي او ټلویزیوني خپرونو لپاره تر هر څه مهمه دا ده چې چلوونکي مسلکي پرودیسران او ډایرکټران وي . د پښتو ډرام او داستان برخه د مرګ په حال کې ده ،پښتو تیاتر خو لا دمخه وژل شوی، پښتو تمثیلي ټوټې نشته او که شته ډېرې کمزورې دي ، دا په دې مانا نه ده چې د دغې ادارې مشران کار نه کوي ، کار شته خو امکانات نه شته ،د ټلویزیون د اطلاعاتو او خبرونو څانګه لا ډېر ملاتړ ته اړتیا لري ، د نطاقانو اداره لا ډېر ملاتړ او مسلکي دقت ته اړتیا لري ، پښتو موسیقي په ډېر ټيټ کیفیت سره خپریږي ، پښتانه ماشومان له لازمو خپرونو څخه برخمن نه دي ، ځوانان هم له همدغه شان اړتیا سره مخامخ دي .، د ورونو قامونو ( ازبکي، ترکمني ، بلوچي ، نورستاني ، پشه یي ، هزاره ګي ) او داسې نورو خپرونې په ډېره کمزورې بڼه خپریږي .، ځوان انانسران او نطاقان لا ډېرې مسلکي وړتیا ته اړتیا لري . او په همدې ډول نورې په لسګونو ستونزې او نیمګړتیاوې .
زموږ په اند دا نیمګړتیاوې هغه وخت لرې کېدای شي چې :
ـــــــــــــ د راډیو او ټلویزیون د ادارو چارواکي لکه ریسان او عمومي مدیران او مدیران او ډایرکټران باید ټول هغه ژورنالیستا ن وټاکل شي چې په راډیويي او ټلویزیوني خپرونو جوړولو پوه وي .ځکه د تلویزیون او د یو اخبار د ژورنالیست تر منځ ځمکه او آسمان فرق دی . یو شاعر یا لیکوال نشي کولای په ټلویزیون کې یو ښه ډارکټر شي ، دا یو بېل مسلک دی .
ــــــــــــــــــــــ له پې شمېره پښتنو سره دا پوښتنه ده چې ولې ایراني ، روسي ، امریکایي او دا نور رنګ رنګ فلمونه له ملي ټلویزیون څخه خپریږي ، او پښتو فلمونه ( هغه چې په ستندرد برابر د ي ) ولې نه خپریږي ؟ او یا لا اقل د بېلګې په توګه یو ځل هم د استاد خیال محمد یوه سندره له ملي ټلویزیون څخه خپره شي ؟
ــــــــــــــ د ملي راډیو ټلویزیون خپرونې په ولایاتو کې کمزورې او یوشمېر جنګسالاران یې واک په لاس کې لري ؟
ــــــــــــــــ ملي راډیو ټلویزیون په بهر کې د افغاني کډوالو لپاره په عام ډول او د ځوانو افغاني مهاجرو لپاره په خاص ډول ، د هویت د ساتلو په موخه هېڅ ډول خپرونې او د بېلګې په توګه په اروپا کې او امریکې کې کوم استازی نه لري ؟
ــــــــــــــــــ موږ ددغو مکلفیتونو په اجرا کې د پخوانیو ریسانو سره هم خبرې کړې وي ، خو دا ځل به انځور صیب ته د انترنیت پاڼو له لارې ددغو مکلفیتونو د اجرا یادونه کوو . او که چېرې انځور صیب په دې وپوهیږي چې ځانګړې مافیا او نور منفي عوامل د دوي د هېوادني کار مخنیوی کوي ، نو ښه به وي چې دا څېرې افشا او خپله هم ورسره جوخت استعفا وکړي .
له ډېرو پېرزوینو سره