د خواشینی پیغام

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 37272
عبدالرحمن الفت
دخبریدو نیټه : 2010-07-22


په ډیره خواشینی سره مو خبر تر لاسه کړ چی انجنیرصاحب آغاجان د زړه د ناروغی له کبله په ۲۸ د سرطان ۱۳۸۹ د سحر په اوو بجو د دی فانی دنیا څخه سترګی پټی کړی او خپل روح یی الله تبارک و تعالی ته وسپاره،

محترم ورور انجنیرصاحب آغاجان  د محترم محمد عمر ځوی چه په ۱۹۷۰ لمریز هجری کال کی د پچیر او هګام ولسوالی د ننګرهار ولایت د باماخیلو په قریه کی په یوه مسلمانه او متدینه کورنی کی زیږیدلی، لمړنی زده کړی یی په خپل کلی کی سر ته رسولی او دهجرت په دوران کی یی ثانویی زده کړی د طارق بن زید په لیسه کی سر ته رسولی او د همدی لیسی د دولسم ټولګی څخه په کال ۱۳۶۸ لمریز هجری کی فارغ شوی او په همدی کال کی یی د کانکور د ازموینی وروسته د اسلامی پوهنتون د تعلیم او تربیی پوهنځی ته کامیاب شو او د یو کال لپاره یی نوموړی پوهنځی تعقیب کړ. اغا جان صاحب پدی اکتفا ونکړه او په کال ۱۳۷۰ کی د دعوت او جهاد پوهنتون د انجنیری پوهنځی ته په اعلی درجه کامیاب شو او په کال ۱۳۷۶ کی د نوموړی پوهنځی څخه فارغ او د خپل مظلوم ملت پر خدمت یی پیل وکړ.

د هغه لمړنی دنده د پچیر اګام په لیسه کی د ساینس د استاد په توګه وه چه په خورا ښه توګه یی خپله وظیفه سر ته ورسوله او د هغی څخه وروسته یی په مختلفو دفترونو کی د انجنیر په توګه په پوره ایمانداری یی اړوند دندی سر ته ورسولی.
د نوموړی اخری دنده د میکټیک د شرکت سره وه، د خپلی اړوند وظیفی د سر ته رسولو لپاره د هرات ولایت ته لیږل شوی وه چه په ډیر تاسف سره مو خبر واخست چه زموږ ګران او واقعی مجاهد ورور د زړه د ناروغی له کبله په ۲۸ د سرطان ۱۳۸۹ د سحر په اوو بجو د دی فانی دنیا څخه سترګی پټی کړی او خپل روح یی الله تبارک و تعالی ته وسپاره، انا لله و انا الیه راجعون.

هو، انجنیر صاحب اغا جان یو ریښتینی مسلمان او مجاهد وه او د رسول الله ص طریقی په خپل ژوند کی په واقعی توګه عملی کړی او همیشه به د خپل رب په اطاعت او عبادت کی وه. موږ ددی شاهدان یو چه د پوهنتون ټولو ملګرو به د انجنیر صاحب احترام د هغی د ریښتینی مسلمانی په وجه کاوه کله به چه ملګری ناست وه که هغه به د هغی څخه مشران او یا کشران ول د هغی په مخکی به یی داسی حرکات یا ټوقی نه کولی چه په هغی انجنیر صاحب ازرده شی او په کوم ځای کی به چه هغه ناست وه هلته به د خدای او د رسول خبری کیدلی.

په هر صورت که هر څومره ووایو د انجنیر صاحب په باره کی کم دی او دا یوه ډیره غټه ضایع د افغانستان د او د هغی د فامیل لپاره ده او دا به ووایو چه الله تعالی دی انجنیر صاحب و بښی او محترم فامیل ته دی یی سره د ملګرو یی الله تعالی صبر جمیل ورکړی.

د چپرهار د ولسوالۍ د محصیلینو علمی او پرمختیایی ټولنه د نوموړی مړینه یوه لویه تشه ګڼی او روح ته یی د مغفرت لاسونه لپه کوی روح دی ښاد او یاد یی تل پاتی وی.

محمودی د چپرهار د محصلینو علمی او پرمختیای ټولنی په استازیتوب