په فرانکفورت کښې سوله-ييز لاريون

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 37306

دخبریدو نیټه : 2010-07-23

 

د جولای پر ۳۰ مه نېټه په فرانکفورت کښي د اېران د سفارت مخي ته په اېران کښي د افغان ځوروني په وړاندي د يو سوله-ييز لاريون ترتيبات نيول سوي دي .
له ټولو بهرمېشتو او جرمني مېشتو افغانانو څخه هيله کيږي چي زموږ سره پدې سوله -ييز لاريون کښي ونډه واخلي او نور په اېران کښي د افغانانو ځوروني او شکنجې ته د پای ټکی کښېږدو !
د لاريون نېټه  او وخت  :  د جمعې ورځ  -  30 - 07 - 2010  -  14:30 - 17:00
د لاريون  ادرس :  Raimundstrasse 90, 60320 Frankfurt am Main
د اړتيا پر وخت پر دې شمېره اړيکي نيولائ سئ : 004917680250219