طالبان: مولوي عبدالحي مطمین ندی نیول شوی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 37309

دخبریدو نیټه : 2010-07-23

عزمت علي

په غزني ولایت کې د وسله والو طالبانو یوه قوماندان چې ځان ملا فاتح را پیژني بینوا ویب پاڼي ته ویلي چې د طالبانو د حکومت پر مهال د دغه امارت ویاند او وتلی فرهنګي شخصیت مولوي عبدالحي مطمین ندی نیول شوی .

نن د غزني ولایت د اندړو ولسوال شیرخان وویل چی مطمین یې تیره شپه له شپږونوروطالب قوماندانانو سره یو ځای د اندړو په دوو کلیو کې نیولي دي.

ملا فاتح وویل چې عبدالحي مطمین نه غزني ولایت ته راغلی او نه هم نیول شوی دی.

نوموړي وویل چې دوي د بینوا په ویب پاڼه کې د دغه خبر تر اوریدو وروسته د غزني ولایت په کچه د طالبانو له مشرتابه سره اړیکه ونیوله چې ټولو دغه خبر نا سم او له حقیقت څخه لري په ګوتو کړ.

د  غزني د طالبانو یو انځور د غزني ښار په یو کیلومټرۍ کې