نوي جادوګر ږغونه پرليکه شوه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 3732

دخبریدو نیټه : 2005-09-26

 

بېنوا ويبپاڼه د جادوګر ږغونو د برخي مينه والو ته زيری ورکوي چي له دې وروسته د يادي شوي د پښتو نغمو تر څنګ لنډي کيسې هم په ږغ کي په اساني سره اوريدلای شي .

کوم درانه اوريدونکي که ددې برخي په اوريدلو کي ستونزي لري ، هيله ده په پاڼه کي د اړيکي کيلي په کښېکښلو سره موږ ته خپله پوښتنه راوليږي ، او له ستونزي مو خبر کړي .

که تاسو هم په زړه پوري کيسه ، شعر ، يا طنز لری ، د بېنوا ويبپاڼي تخنيکي څانګي سره اړيکي وساتی . ځکه دا پاڼه زموږ ستاسو ټولو ده ، او په ټولو به يې د ښکلا ، او پرمختګ په لاره کي هڅي کوو.

په درناوي

د بېنوا ويبپاڼي تخنيکي څانګه

   

د خيالونو د رازونو ملنګان دي
شاعران دي په پيالو ويشي سندري

هو ، شاعر او ليکوال هميش خپلي ټولني ته د خلګو د ذوق او شوق په پياله کښي هغه زدولي ملغلري وړاندي کوي چه په هغه کښي د شعوري ويښتيا او الهام مستي او ددردمنو اوښکو مالګني اوبه ګډوي وي . تر څو د خلګو په ضمير کښي مړاوي جذبې پر ښور راولي او ټولنه يو ډول معنوي خوځښت ته عياره کړي .
د شاعر او ليکوال د اند او تخيُل پر انګر چي هر څه اوري هغه شاعر په خپل لمن کښي راټولوي ، د زړه په معنوي وينو ئې مينځي او بيا ئې کله د شعر ، کله د نثر او داستان په پلو وچوي او ساتي ئې .
همدا لامل دی چي زموږ شاعرانواو ليکوالانو زموږ د ټولني په کچکول کښي ډير قيمتي غمي راټول کړي او خوندي کړي دي .
خو خبره داده چي ايا شعر او داستان د هر چا په ږغ کښي دخپل پيغام انځور د نورو په ذهنونو کي ثبتوي ؟
په پښتو کښي متل دی چي (( نشره هغه ده خو خوله د ملا عثمان غواړي )) نو همدارنګه هر شعر او داستان چي په خپله د شاعر په خپل ږغ کي وي نو خوند او ښکلا به ئې يو په سله وي .
موږ په دې برخه کښي د شاعرانو او ليکوالو په جادوګر ږغونو کښي دهغوی ښکلي پنځوني تاسو ته وړاندي کوو.