د لمبې مجلې پرله پسې پنځلسمه ګڼه چاپ سوه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 3778
بينوا كندهار
دخبریدو نیټه : 2005-10-03

بينوا كندهار

په كوټه كي دپښتو ادبي غورځنګ دوې مياشتنۍ مجلي " لمبه " پرله پسې پنځلسمه ګڼه په ۶۴ مخونو كي له چاپه راووتل چي لاندي ليكني په كي ځاي پر ځاي سوي دي .

۱. په سهېلي پښتونخواه كي د پښتو د ودي له پاره ديوه مر كز اړتيا ( سر ليكنه )

۲. چي پښتون ، پښتون شي بيا يې څوك غلام كولاى نه شي ( اجمل خټك)

۳. په بشري ټولنه كي له پښتو او پښتنو سره د بشري حق په توګه پښتو وشي ( ډاكټر طارق رشاد )

۴. دقطر ياران ( دروېش درانى )

۵. پوشنج ، پشنګ او كه پښين ( عصمت الله زهير )

۶. زما د ژوند حالات او ليكى ورشپر ( ارواښاد كمال الدين كمال شېراڼي )

۷. هغه په خلكو چي خوبونه ورېشي ( سليم راز )

۸. د اسيا د شلمي پېړۍ استازى پښتون شاعر اجمل خټك ( محمد نعيم آزاد )

۹. محمد نعيم آزاد يو ځوانفكره شاعر ( فيض محمد شهزاد )

او نور ي ليكني او مضامين يوځاي سوي دي .

پوستي پته : G.P.O Box # 537

دګرځنده تليفون شمېره : 0092-0300-9388150

د برېښناليك پته:Lamba_g2000@yahoo.com

 Lamba