د زرمت دادبي بهیر د خواشينۍ پيغام

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 38209

دخبریدو نیټه : 2010-08-24

د نوميالي لیکوال او وطندوست سیاستوال غلامحی الدین زرملوال پر مړينه

 
په خواشينۍ سره موخبر ترلاسه کړ چې د افغانستان نوميالی ليکوال او وطندوست سیاستوال غلامحی الدین زرملوال له نړۍ سترګې پټې کړې.
انا لله و انا اليه راجعون
 
غلامحی الدین زرملوال دافغانستان تکړه لیکوال ، پیاوړی فسیاسي او ټولنیز شخصیت او يو نه هېرېدونکی علمي فرهنګي شخصیت  و ، د خپل ژوند یوه برخه یې دحق ویلو په لاره کې دغیر دموکراتیکو رژیمونوپه زمانه کې ډیرې سختۍ ګاللې دي .خو هیڅ وخت یې د واقعیتونو له ویلو څخه ویره ونه کړه.
دزرملې ادبي بهیر د غلامحی الدین زرملوال مړينه د پښتو ادب لويې کورنۍ  او ټول افغان ولس ته يوه ستره ضايعه ګڼي.
موږ ارواښاد غلامحی الدین زرملوال ته د لوی خدای په دربار کې د مغفرت لاسونه پورته کوو او له کورنۍ ، دوستانواو خپلو ټولو ادبي او کلتوري کړيو سره په دغه غم کې ځانونه شريک بولو.
په درناوي
 
دپکتیا ولایت د زرمت ادبي بهیر