خبريالانو سره د والي شېرزي د ساتونکو زور،زياتى

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 38429
بشردروېش
دخبریدو نیټه : 2010-08-30

د وږي پراتم سهار وروسته ترهغې چې د ننګرهار دوالي شاهي ماڼۍ مخې ته د لعلپورې پرولسوال چاودنې هغه مړ او څلورساتونکي يې ټپيان کړل،د پېښې په سيمه کې د کليد راډيو ژورنالېست توريالى همت د شاهي ماڼۍ د ساتونکو لخوا له کوم لامل پرته له وهلو،ټکولو او د ارياناټلويزون ژورنالېست رحمت الله زيارمل د سرحدي پوليسو له ښکنځلو او ګواښونو سره مخ شو.
دا دواړه ژورنالېستان د پېښې په خبري پوښښ پسې دې سيمې ته ورغلي وو چې په ترڅ کې يې د کليد راډيو موټر چلوونکى هم د والي ساتونکو وډباوه او د موټر يوه ښېښه يې هم ورماته کړه.
د کليد ژورنالېست توريالى همت وايي د پېښې پر لامل نه پوهېږي،پرته له دې چې د والي ساتونکي ترې کومه پوښتنه وکړي،تر وهلو،ټکولو لاندې راغى.
د اريانا ټلويزون ژورنالېست رحمت الله زيارمل چې د پېښې په سيمه کې سرحدي پوليسو ښکنځلى او ګواښلى،وايي سرحدي پوليسو پرې د ډزو اراده هم لرله خو دوى ترې ځانژغورنه کړې.
زيارمل وايي که ورسره شوى زور،زياتى همدلته ننګرهار کې ونه څېړل شي نو پوښتنه به يې په عدليې او کورنيو چارو وزارت کې وکړي.
په ختيز کې د ژونالېستانو د دفاع کمېټې مشر او په ننګرهار کې د پژواک خبري اژانس ژورنالېست عبدالمعيد هاشمي وايي له وروستيو راهيسې د ژورنالېستانو پروړاندې د ننګرهار د چارواکو ناسم او له زغمه وتى چلن نېږدې لامل شوى چې ازاد ژونالېستان ورته له خپلو دندو تېر او ان له ننګرهاره کډې په شابار کړي.
د ننګرهار کليد راډيو مشر محمد شفيق همدرد د دې ترڅنګ چې د والي د ساتونکو لخوا د کليد يوه ژونالېست سره لومړنۍ پېښه نه ګڼي وايي تر دې پخوا هم د کليد ژونالېستان په بېلا،بېلو سيمو کې د امنيتي او نورو چارواکو لخوا ځورول شوي او ګواښل شوي دي.
همدرد له چارواکو غواړي چې خپل دا چلن دې بدل او ژونالېستانو سره دې د وينا ازادۍ ته د احترام له مخې خپل حقونه ورکړي.
د کليد راډيو او اريانا ټلويزون د ژونالېستانو پروړاندې د ننګرهار د والي د ساتونکو او سرحدي پوليسو د دې ناسم چلن او زور،زياتي په اړه مو د ننګرهار د والي وياند احمدضياعبدالزي دريځ وپوښت.
ده وويل غواړي لومړى د پېښې پرحقايقو ځان وپوهوي او بيايې پروړاندې خپل نظر څرګند کړي.
د افغان چارواکو او امنيتي ځواکونو لخوا د ژونالېستانو او هغه هم د کليد راډيو د ژونالېستانو پروړاندې زور،زياتى کومه نوې خبره نه ده،په همدې لنډو ورځو کې د هرات کليد راډيو کارکوونکي په هغه ولايت کې د محکمې د چارواکو لخوا پردې ادارې د انتقادي رپوټونو د خپراوي له امله ستونزو سره مخ شوي او همدا شان په پکتيکاکې د کليد راډيو خبريال محمد ياسين ياسين د امنيتي چارواکو لخوا نيول شوى چې دې وضعې د بيان پرازادۍ د هېواد د ګڼو ژونالېستانو او رسنيو اندېښنې را ولاړې کړي.