وړاندیز
دبینوا له ښاغلو اوآغلو چلونکو څخه او دهغوی له لیاری دهیواددپښتوژبی له مینه والو اوپه ځانګری توګه د لری اوبری پښتونخوا له پوهانو څخه په درنښت هیله کوم چی زما سره مرسته وکړی.
زه غواړم چی دپښتو قاموس چی دپښتوټولنی له خوا دپښتو ټولنی دلغاتو دڅانګی له پلوه په 1330 کال دلړم په میاشت کی خپور شویدی په کمپیوتری بڹی له سره ولیکم. زه پوهیږم چی ددغه قاموس یوه ستره اړتیا شته او له بله پلوه دمعیاری لغاتو له پاره لا تر اوسه خبری اتری روانی دی. دغی اړتیا ته په پام کی نیولو سره زه غواړم چی کوم هغه نوی لغات چی په پښتو ژبی کی منل شویدی او زمونږ لیکوالان او شاعران یی په خپلو لیکنو کی په کاروړی او یو شمیر یی په نومړی قاموس کی نشته په کمپیوتری قاموس کی دنویو منل شویو لغاتو په توګه ورګډ کړم. کوم هغه دوستان چی غواړی زماله دغه وړاندیز سره هم غږی شی او دنویو منل شویو لغاتو لست راسره شریک کړی نو مهربانی دی وکړی دغه لیست دی زما په بریښنایی آدرس راولیږی. زه په ځانګړی توګه له ټولو دوستانو څخه په درنښت هیله کوم چی خپل نظریات او لارښوونی زماددغه کارمشعل کړی. دغی خبری ته ورسیدو ته یوه بله لاره هم شته او هغه داده چی د بینوا ویب پاڹه کولای شی دیوی فرهنګی مرستی په توګه دغه وړاندیز ته یوه ځانګړی پاڹه یا دخبرواترو یوه خوته پرانیری اوزمونږ دوستان کولای شی خپلی لارښونی هلته ولیکی.
رحمت آریا
کانادا-آټاوا
AryaRahmat@Hotmail.com