دبېنوا ټولني يو بل غړى ځوانيمرګ سو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 3858
بېنوا كندهار
دخبریدو نیټه : 2005-10-14

بېنوا كندهار

د وران كال دتلي پر شلمه د چهارشنبې په ورځ دبېنوا فرهنګي ټولني غړى ، شاعر او ليكوال محمد اسماعيل احسان د څلورو تنو نورو كسانو سره د كندهار په ژړۍ ولسوالۍ كي د يوه ترهګر بريد په ترڅ كي ووژل سو .

دغه كسان چي طبي چوپړ يي واهه ، يو ډاكټر ،دوه نرسان، يوه نرسه او يويې هم موټر وان د ترهګرو تر بريد لاندي راغلل ، يوځل ټول په موټر كي دننه د توپكانو په وسيله وويشتل سوه ، وروسته لاسي بمونه وروغورځول سوه او پنځه سره تنه يې شهيدان كړل ، ددوي په ډله كي يو هم ارواښاد محمد اسماعيل احسان و ، چي هغه د چا خبره تر پښه لاندى يې ميږى هم نه و آزار سوي خو د ناځوانه ترهګرو له خوا يوازي او يوازي په دې تور ووژل سو چي هغه دكليو د بيوزلي خلكو له پاره روغتيايي چوپړ واهه ، دې د طبي مسلك سره _ سره ځوان شاعر او ليكوال هم و او دبېنوا فرهنګي ټولني له موسسي ډلي څخه و ، بېنو ا فرهنګي ټولنه په داسي حال كي چي دخپل يوه ډير زړه سواند ، مهربان او دردمن فرهنګي ملګري پر بيلتون دبيساري غم اوښكي تويوي ، دده غم ځپلي كورنۍ ته د الله ( ج ) له درباره د جميل صبر غوښتنه كوي .