د ځوانيمرګ اسمعيل احسان وير به ترډېره راسره پاته وي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 3867
عبدالله احسان - هالنډ
دخبریدو نیټه : 2005-10-16

 

د بېنوا فرهنګي ټولني د بنسټ ايښودونکې ډلي څخه يوه بل ځوان هم د شهادت جام پرسر پورته کړ !

څلور کاله مخکي له کندهاره  يوه ملګري  راته وويل چي :  احسانه  . . .  خيال شهيد شو !

خيال د روژې په مياشت کي چي د  ۱۳۸۰ کال د لېندۍ د مياشتي پر اتمه نېټه  تر څو ورځو وهلو ټکولو او شکنجو وروسته لومړی په کندهار محبس کي شهيد او بيا د کندهار ښار د شهيدانو پر چوک ځوړند شو .

خدای شاهد دی چي دخيال د مرګ ږغ تر بل هر غم راته سخت و  ، دی ، او  اوس يې هم له ياده سره زړه بې واکه سي ، خو دادی اوس يو بل هغسي دردونکی خبر . . . . اسمعيل احسان شهيد سو . .

ځوانيمرګ محمداسمعيل احسان  يو له هغو فرهنګيانو څخه  و چاچي د مرګ تر پولو دملګريتوب هوډ راسره کړی و  او بيا يې عملي هم کړ .

کم هوډ ؟

د ۱۳۷۶ لمريز کال په ژمي کي به مو هره ورځ له محمديار ، خيال او نورو څو ملګرو سره د يوې خپلواکي کلتوري ټولني د جوړېدو لاري چاري سنجولې  . چي پوره راپور يې د بېنوا فرهنګي ټولني په پاڼه کي سته  ( دا ځای کښېکاږی او ويې لولی )

 

کله چي د ۱۳۷۷ کال د وري د مياشتي په لومړۍ نېټه د کندهار په ښارينو کي د طالب رژيم په پټه زموږ په کور کي سره راټول سوو ، نو هغه ورځ يو له هغه کسانو څخه چي د طالبانو له خوا زموږ د احتمالي   نيولو ، ستونزو او هر ډول  کړاونو ګاللو ته   غاړه اېښې وه ځوانيمرګ اسمعيل احسان و .

هغه به د ټولني د جوړېدو په هلکه  ويل :

( که د ځوان نسل او پټو استعدادونو د روزني او ددې هيواد راتلونکي ته د نوي نسل د ذهنونو روښانولو  لپاره د يوې پاکي هڅي  او کلتوري خدمت په لاره کي بريالي سو هم وياړ دی او که د مرګ تر پولو پوري له  ستونزو سره مخ کېدلو نو هغه به هم خپل وياړ ګڼو ځکه چي دا دافغاني ټولني نننۍ اړتيا ده ) .

تېر ځل چي له هالنډه کندهارته تللی وم  دعبدالاحمد محمديار سره يو ځای په ښکارپور بازار کي  ( اسحاق درملتون ) ته ورغلم او د ځوانيمرګ احسان سره مو وليدل ، د تل په شان يې خوله  له موسکا ډکه وه .

د ټولني پر پرون ، نن او پرمختګونو ورسره وږغېدلو  ،  په ټولو خبرو کي يې د ګران هيواد ، ولس او ژبي سره   مينه هغسي د پخوا په شان تازه  وه ، او بيا يې هم د هيوادپر کلتوري او ټولنيزو چارو  د ګڼو ستونزواو ناخوالو کيسې کولې .

ځوانيمرګ محمداسمعيل احسان پر خپل هيواد، ولس او ژبي مين و ، په هيڅ توګه يې ددغو يادشويو وياړونو سره جفا او نامردي نه سوای زغملای ، او دادی د خپل هيواد اوولس د خدمت په لاره کي  خپلو بې وزله هيوادوالو ته د دارو درمل رسولو  پر وخت د هماغه پخواني طالبانو په نوم د خپل هيواد او کلتور ددښمنانو له خوا  په کلاشينکوفونو او بمونو دخپلو څو نورو همکارانو سره  ټوټې ټوټې سو .

دافغاني فرهنګ د غليمانو  له خوا د بېنوا فرهنګي ټولني د بنسټ ايښودونکو له ډلي څخه  تر ځوانيمرګ  عبدالله خيال وروسته د اسمعيل جان احسان  مرګ د افغاني کلتور يوه بله تشه  ده . د کورنۍ غړو او دوستانو ته يې د زړه صبر غواړم او ځان په دې غم کي ورسره شريک ګڼم .

د ځوانيمرګ اسمعيل احسان وير به راسره ترډېره پاته وي  . . .  

 

روح دي یې ښاد وي

 

په درناوي

عبدالله احسان

بېنوا کلتوري ټولنه  د هالنډ څانګه