د خواشینی او خواخوږ ۍ پیغام

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 3871
رحمت آریا کاناډا- آټاوا
دخبریدو نیټه : 2005-10-15

 

زمونږ ګران هیواد دجګړی له یوه تریخ ناورین څخه په راوتلو لا تر اوسه دجګړی ,ورانیواووژنو په سوزنده تنور کی سوځی اودپردیو په مردکو دهیواددبچیانو ټټرونه سوری کیږی او بیا په ځانګړی توګه دهیواد دهغو بچیانو وژل چی شپه اوورځ یی پرځان دهیواددنورو بی وزلو بچیانو دبسیا توب په خاطر حرامه کړی . دروژی په دغی مبارکی میاشت کی دبی ګناهو اودټولنیزو خدمتګارانو وژل هغه ستره ګناه ده چی یوازی اویوازی خدای تعالی (ج) دهغه په سزا ښه پوهیږی اوبس .

په ډیری خواشینی دبینوا دویب پاڼي  له لیاری خبر شوم چی دبینوا یو زیارکښ او په هیواد مین بچی خدای بخښلی  محمداسماعیل احسان سره له نورو څلورو تنو ملګرو یی په شهادت ورسول شول . پدې ډول زمونږ دهیواد معنوی شتمنی تالا او مخ په نیستی دی او څومره ددرد او خواشینی ځای دی.

زه دخپل څان اودکورنی له پلوه او پا کانادا کی دمیشتو افغانانو په استازیتوب دښاغلی محمد اسماعیل احسان اوورسره ملګرو دغم پر ټغر ناستوکورنیو اودبینوا دویب پانی اوټولنی ټولو ښاغلو اوآغلو غړیو ته دزړه له کومی خواشینی څرګندوم اودشهیدانو پاکو ارواحو ته ددعالاسونه پورته کوم. نن ورځ دبینوا ټولنه دغم پر ټغر ناسته ده اومونږ ټول ورسره په دغه غم کی شریک یو.

 

په دروناوی

رحمت آریا  کاناډا- آټاوا

اکتوبر ،۱۴، ۲۰۰۵ ز، کال