د کوچني اختر په مناسبت د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني پيغام
نيټه: ١٧/٦/١٣٨٩ – ٩/٩/٢٠١٠
کابل - افغانستان
تر هر څه د مخه د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني د مشرتابه پلاوي او ټولو غړو لخوا د کوچني اختر د رارسيدو په مناسبت د افغانستان ربړيدلي او غمجن ولس او د نړي په ګوټ ګوټ کې مسلمانانو ته مبارکي او ښه هيلي وړاندي کوم.
اختر مو مبارک سه
ګرانو هېوادوالو!
روژه د الله (ج) لخوا پر ټولو مسلمانانو باندي يوه داسي فريضه ده چې پکښي لوي حکمت نغښتي دي چې شته مندان او مالدار د بي وزلو او وږي انسانانو د حال او احوال څخه خبر دار سي او د هغوي سره مرسته او خواخوږي وکړي.
روژه سږ کال په افغانستان کې د يوي خوا د خارجي پوځونو د مردکو او بمبونو د باران او د بلي خوا د خداي (ج) د رحمت د باران څخه را پيښ سيلابونو له کبله زموږ ډېر هېوادوال او مسلمان وروڼه په پښتونخوا او بلوچستان کې شهيدان کړه چې همدي غميزي په دي اختر کې ډېري کورني د خوشحالي پر ځاي د غم پر کمبله کښينولي دي، دغو شهيدانو ته جنت الفردوس او د دوي کورنيو ته جميل صبر غواړم.
ګرانو هېوادوالو!
دري لسيزي کيږي چې د خارجيانو دمغرضو پلانونو له مخي په هېواد کې جنګ، جګړه او بي اتفاقي جريان لري، حالات د ښه والي پر ځاي د خرابيدو خوا ته روان دي.
الله پاک د قرآن مجيد په مبارک آيت کې واي چې " فَاتَّقُوا اللَّهَ وَأَصلِحوا ذاتَ بَينِكُم " ترجمه: "تاسو د الله پاک څخه وبيريږي او خپل منځي اړيکي سمي کړي".
د پورتني مبارک آيت پر اساس ټول افغانان بايد د جنګ د ختميدلو او د سولي په ټنګښت کې د يو بل په زغملو سره د خبرو او اترو لاره غوره کړي او د خارجيانو شوم او کرغيړن پلانونه په اوبو کې لاهو کړي.
راځي د کوچني اختر په مبارکو وروځو کې د خپلو اغيزو او اړيکو څخه په کار اخستلو سره د مفاهمي لپاره کار وکړو او خپله اسلامي فريضه پر ځاي کړو تر څو چې په هېواد کې تل پاتي سوله ټينګ، د بي وزلو افغانانو ويني تويدل بند او رښتني خپلواک او ولسواک نظام پراختيا وکړي.
په دي هيله چي هره ورځ مو اختر او اختر مو بختور
د ټولني مشر
د بختور اختر په مناسبت د اذاد افغانان د مشرتابه شورا پيغام
ګرانو هيوادوالو ،خويندو او ورونو
د روژي د بختور اختر په مناسبت زموږ نيکي هيلي او دره ناوي ومني ، اختر مو مبارک شه ، هره ورځ مو اختر او خوشالي وي ،پاک اله د روژي د اختر په برکت زموږ په هيواد افغانستان کي دي سوله او ثبات ټينک کړي ،نور نو زموږ د بيګناه هيوادوالو ويني تويي نشي ،زموږ خويندي دي کونډي نشي،اولادونه مو يتيمان او بي سرپرست پاتي نشي،هيوادوال مو د وطن پريښودو ته اړ نشي او هجرتونه ونکړي،اتفاق او ورورولي د بي اتفاقي او دښمني ځاي ونسي ،نيستي او فقر خپل لمنه ټوله کړي ، هستي او بډايتوب زموږ د هر افغان په نصيب شي،نور نو غريبان او ګدايګران زموړ د هيواد د کوڅو نه ټول شي ، هيريون او د مخدره وژونکي مواد استفاده او کارول پر ځاي کار،روغتيا او نيکمرغه ژوند زموږ د هر هيوادوال کوربه وي،
درنو هيوادوالو
افغانستان د هر پښتون،تاجک،هزاره،ازبک،پشه اي،بلوڅ،نورستاني ، قزلباش،ترکمن او نورو قومونو او قبايلو ګډ کور ، ټاټوبي او زانکو ده ، د تاريخ په اوږدو کي دغه ټول قومونه د نني افغاستان په ساتنه،دفاع او پرمختګ کي خاص رول لوبولي دي،موږ ټول د افغان او افغانستان په نوم وياړو ،راځي چه په ګډه سره دغه د نيکونو پاتي ميراث سرلوړي افغانستان د جوړولو لپاره سره لاسونه سره ورکړو ،
درنو هيوادوالو :سياسي ، ټولينيز او فرهنګي ټولنو،
ټول سياسي ، ټولنيز ، او فرهنګي ټولني د افغان او افغانستان بچيان او زموږ د هيواد پانګه ده ، ګوندونه او سياسي ټولني د هيواد د پرمختګ او ترقي لپاره ځانګړي پلانونه او برنامي لري ، موړ بايد يو د بل اهداف او پلانونه ښه وڅيړو او دره ناوي وکړو ،موږ حق نلرو چه ځان د افغانستان اصلي وارث اوبل دښمن او پردي وبولو ، ولي چه زموږ سياسي تاريخ دا په اثبات ورساوه چه هيڅ يو سياسي ګوند په يوازيتوب نشي کولاي د هيواد مشرتابه وکړي ، موږ بايد کوښښ وکړه چه يو بل ومنو او احترام وکړو ، بل څوک او يا بل سياسي جوړښت تور نکړو ،ځان سلامت او بل ملامت د هوښيارانو کار نده ،
ډير د تاسف وړ ده چه ځيني مشران او سياسي ډلي د افغانستان د سياسي تاريخ د نه درک کولو سره ډير زهرجن الفاظ د سياسي مخالفونو پر وړاندي کاروي ،لکه :کمونست ، کافر ، پاکستاني مزدور، غربي مزدور، روسي مزدور ، ايراني مزدور ، او نور نور .....
محترمو ورونو:زموږ سياسي تاريخ ښيي چه متاسفانه زموږ هيواد هيڅ کله هم داسي يو مشرتانه نه درلود چه ټول افغانانو په سر لاس کش کړي ، مينه او تودوخي ورکړي لکه يو پلار چه خپل اولادونه نازوي ،
موږ پدي باور يو چه د افغانستان اصلي ستونزه زموږ په اقتصادي او علمي کمزورتيا کي نغښتي دي ، که موږ په اقتصادي او علمي کچه لوړ وي نو اوسني ستونزي سره به لاس او ګريوان نه واي ،
نو راځي چه په ګډي سره د يو اذاد ، پر مختلي ، سرلوړي او دمو کراتيک اسلامي هيواد په جوړولو کي د لوي خدا ي نه مرسته وغواړو ،
په پاي کي مو يو ځل بيا اختر مو مبارک شه ، هره ورځ مو اختر وي ٠
اذاد افغانان
د بينوا د ښکلې پاڼې درنو چلونکو سلامونه ،
د نيکمرغه کوچني اختر مبارکي درته وايم خداي دې وکړي چې دا اختر زموږ په جګړه ځپلي هيواد کې د خوښيو اوتلپاتې سولې پيلامه شي او نور نو افغان اولس د غمونو او کړاوونو پرځاي د خوښيو او ارامه ژوند کتونکي وي .
تاسو ته له خوښيو ډک اختر هيله کوم .
ستاسو ورور محمدظريف عنايت زی