دخښي کلتوري ټولنې ډاډليک

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 3876
خښي کلتوري ټولنه
دخبریدو نیټه : 2005-10-16

هرڅه(ټول)تلونکي اوفاني دي٠پرته دالله تبارک و  تعلی نه٠الايه

تېره ورځ مو د نورو ناورينونو اوغمونودخبرونوترڅنګ د ځوان اوپه هېواد مېن روغتياپال محمداسماعيل د شهادت اود ځوانمړۍ خبر هم واوريد٠

دبېنواپاڼې دټولنې درنو وروڼو!

په دې کې هیڅ شک نشته چې د ارواښاد ځای تش ،او پر بيلتون يې موږ خواشيني شولو،خوکه موږد نوموړې دتبرک دغو نښانو ته وګورو چې له يوې خوا د روژې مبارکه  مياشت او له بل پلوه د يوه  بيوزلي او بې اسرې رنځور افغان د عيادت او درملنې په شېبو او مهال کې د شهادت وياړاو٠٠٠

دا نو هغه مقام دی چې د ډېرو لږو کسانو په برخه کېږي٠

د خښي کلتوري ټولنه په دغه وير کې ځان شريکه بولي٠ارواښاد ته دبخښنې دعااو پاتې خپلوانو ته يې د څښتن تعلی له درباره د زغم غوښته کوي٠

دنوموړې ټولنې په استازيتوب

اجمل اټک يوسفزی