د ځوانيمرګ شهيد ،، احسان ،، په وير کي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 3877
حاجي امين باوري
دخبریدو نیټه : 2005-10-16

دلته د لار وروکو نه د لار پوښتنه مه کوه

لوټ بهير ته ګوره د سا لار پوښتنه مه کوه

 

هر يو پټه لار لري د خپل شيطان درشلي ته

خوله درله ګنډي دخدای د لار پوښتنه مه کوه

 

د ځوانيمرګ شهيد ،، احسان ،، په وير کي :

 

د  نړۍ زبر ځواکونو په افغانستان کي د خپلو روا او ناروا ګټو خوندي ساتلولپاره د څو وحشي او له  انسانيت ، اسلاميت ، او افغانيت څخه په واټنونو ليري او بيخبرو ساديستو ټولګيوو څخه په پټه اولڅه  ملاتړ ، او په سياسي، اقتصادي ډګر کي ېې  تمويل کړي او تمويلوي  ٠

 

موږ افغانان د زبر ځواکونو دا له انصاف نه ليري عمل نه ژړوي ،موږ د مزدورانو او د اسلام نه بيخبرو  ډلو څخه ژاړو ، موږ د هغه مظلوم يتيم او هغي بوري موراو هغي کونډي ناوي اوښکي ژړوي چي  خپلوان او  اړوندان  يي  ، وړمه  ورځ  د ( برژنيف ) په  دستور ، پرون د ( نواز ، او پرويز ، شريف ؟؟ مشرف ؟؟ ) په  دستور او نن د ( لادن او شيخ ) په امر او دستور د خدای (ج) د ورکړي حقه حق  (ژوند) څخه  بې برخي  کړل  .

 

په بلجيم کښي د ميشتو افغانانو هيله د هغو درنو لوستونکونو نه چي دا ليک لولي دا ده چي په ټول افغان  اولس کي د سولي ، دوستۍ ، احترام او زغم کلتور رايج کړي ، جنګ موږ ته له بدبختۍ نه پرته بل څه نه  دي راکړي .

 

موږ د خپل ګران ورور او د بينوايانو د يوه بينوا ، شهادت ته د درناوي سر ټيټوو٠

 

موږ ګران ( احسان ) د بينوا ډيوې  هغه پتنګ ګڼو چي لمبې يي  ليدې ، ولي د رڼا ساتلوته يي ژوند وباخښه  .

 

د  پتنګانو پر تقدير حک د ډيوی مينه ده

چا له اوبو نه د پتنګ مړۍ را ايستلۍ نه  دی

 

ډيوه لګيږي او ځليږي د مين په وينو

د  پتنګ قام چي له بهير نه لا وتلۍ نه دی

 

حاجي  امين  باوري

تورنې - بلجيم

١٦-١٠-٢٠٠٥