دا چي د سنبلي د مياشتي ١٩ مه نيټه او د جمعي مبارکي ورځ د نيکمرغه کوچني اختر لمړى ورځ ده د کندهار پريس کلب ټول خبريالان او د سويلي حوزي په کچه د جنوبي اسيا د ازادو خبريالانو د ټولني يا سفنا سيمه ايز دفتر د نړۍ ټولو مسلمانانو او په ځانګړي ډول افغان اولس ته ددي نيکمرغي ورځي مبارکي وايي.
خداي (ج) دي وکړي چي ددي اختر نيکمرغي او خوښي پر ټولو افغانانو بآندي د خير او د سولي په فضا کي يو ډاډمن افغانستان جوړ کړي .
د کندهار پريس کلب او سفا دفتر هيله لري چي نور مو په هيواد کي د سولي ټغر وغوړيږي او ټول افغانان نه يوازي دا چي ورورلي يي نوره هم ټينګه سي بلکه يوه ګډ او د ملي پخلايني تر چتر لاندي سوله ايز او ارام ژوند هم وکړي .
موږ د کندهار ټول خبريالان دا هيله او ارمان لرو چي نور ددي ځوريدلي سيمي څخه د جنګ ، جګړو او تاوتريخوالي خبرونه نه بلکه د ابادۍ ، سولي ، ورورولۍ او ټولنيز پرمختګ خبرونه ولرو .
په درنښت
د کندهار پريس کلب او دسفما مشر فضل الرحمن