د اسماعيل احسان د مړني له امله د غمشريکۍ ليک

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 3881
پوهنوال رسول باوري - هالنډ
دخبریدو نیټه : 2005-10-16

 

انا الله انا اليه راجعون

 

 ډير خواشيني يو چي د بينوا کلتوري ټولني يو بل بنسټ ايښونکۍ  د جګړو ښامار زموږ له اړخه يووړ . هغه ښامار چي  يو مهال يې زموږ  (( خيال )) راڅخه واخيست او د ا دۍ اوس  يې  زموږ خوار  اولس ته  د مرستندويه  (( احسان  )) ځواني نيمګړې کړل  .

 

 سلام فرهنګي ټولنه   او اړوندان يې دځوانيمرګ  محمد اسماعيل احسان   د مړيني  په وير او غم  کي ستاسو سره يوځای غمجن دي   .  موږ په داسي حال کي چي  د شهيد احسان  وژونکي په اسلاميت او پښتونولۍ پړه ګڼو ، د لوۍ څښتن څخه  شهيد اسماعيل احسان ته د فردوس جنت دعا کوواو  کورنۍ ، دوستانو او ملګرو ته يې  د رب العزت  څخه د دې غم  دزغم او صبر غوښتونکي يو .

 

امين يا رب العالمين

 

د سلام فرهنګي ټولني په استازيتوب

پوهنوال رسول باوري