روزگان مهالنۍملي خپرونې دوې ګڼي له چاپه رووتلې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 38838
حبيب الله غمخور
دخبریدو نیټه : 2010-09-11

دروزگان مهالنۍ ملي خپرونه
Monthly News in Ruzgan
2006--۱۳۸۵
Afghan Democratic Publication in Sweden

روزگان مهالنۍملي خپرونې دڅلرم نشراتي کال دپيل  پرله پسې درويشتمه اوڅلر وشتمه  مه گڼه ځانگړې گڼه  له چاپ نه راووتل .
دروزگان مهالنۍ ملي خپرونې پدې گڼه کښي چي دسويډن دمالمو په ښار کي دځوانوليکوالو، شاعرانو،اديبانواو فرهنگيانونړيوال کنفرانس ته ډالی سوېده . تاسوپدې ځانگړې گڼه کښي په پښتو، دري اوسويدني   ژبودهيواداونړۍ په هکله په زړه پوري نوی  علمي،تاريخي، سياسي معلوماتو سربېره دخپلو پياوړاوځوانو ليکوالو ،شاعرانواويوشمير ويب پاڼودچلوونکو اودغه نړيوال کنفرانس ته پيغامونه ،ليکنې اونور په زړه پوري مطالب لوستلاي شئ .
درنو هيوادوالو!
روزگان کومه سيمه ايزه خپرونه نده اونه  هم يوازي په روزگان پوري اړه لري .دروزگان په نامه داخپرونه دهر ډول سياسي،  ملي ، ژبني ،قومي او سيمه ايز توپير اولوړتيا غوښتنې سره نه پخلا کېدونکې خپرونه ده .
 دا خپرونه  دټولوهيوادوالو دسياسي ،ادبي علمي ،فرهنگي عقيدواونظريودخپرولوخپلواک تريبون دی . 
روزگان خپرونه کومه تجارتي رسنۍ نده او نه هم زموږموخه دپيسو پيداکول دي ، مگردچاپ ، علمي او فرهنگي مؤسسواوکتابتونوته دوړيا لېږلو دمصارفو دپوره کولو لپاره له افغانان څخه مالي مرستې ته اړتيا لېدل کېږي ،پدې خاطر ددې خپرونې کلنی گډون په لاندې توگه په نظر کې نيول شوې  :
الف : په اروپا،امريکا متحده ايالاتو،کاناډا،استراليا،هند، ايران اوپاکستان کې ((۴۰۰ ))سويډني کرونه يا(( ۵۰ )) ايورو .
ب : په بهرکې له درنوهيوادوالو اوفرهنگپالوڅخه په درنښت غوښتنه کوو چې  پرموږ خپلې مادي اومعنوي لورېينې او پيرزوينې ونه سپموئ  .
په نړۍ کي هر افغان کولاي  سي خپلې ليکنې  اودافغان ولس سره دزړه خواله ،شعرونه ادبی  مطالب  اوطنزونه موږ ته راولېږي ،موږ هرڅه په ورين تندی منو اوتر افغان ولس پوري ئې  په پوره امانتداری  رسوو.
که  غواړي  چې  د ((روزگان))  هره ګڼه  ستاسو دکور اويا دفتر پر آدرس  درورسیږی ،زموږ سره پدې برېښنا ليک تماس ونيسۍ :
برېښڼا پتي  :
ghamkhor@hotmail.com
ghamkhor@gmail.com
داړېکو لپاره تليفونونه :

۰۰۴۶(۰)۷۳۶۵۱۱۵۶۹