کندهار: د کوچني ږغ مجلي دوي نوي ګڼي چاپ سوې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 38862

دخبریدو نیټه : 2010-09-13

 احمد لودين

په کندهار کي د کوچني ږغ په نوم د مياشتنۍ مجلي  دوي ګڼي  تازه د چاپه راوتي .
کوچنى ږغ مجله چي د تيرو دريو کلنو راهيسي  په کندهار کي د کوچنيانو د ساتني د موسسي له خوا د نظرمحمد صميمي په مسوول مديريت خپروني کوي نن يي د دريم کال شپږمه او اوومه ګڼه خپري  او نن تازه د چاپه راووتي .
د کوچني ږغ  نوي خپري سوي ګڼي هره ګڼه ١٦    ١٦ مخونه لري  چي په رنګه او ښکلي  پښتۍ باندي چاپ سوي دي .
د کوچني ږغ مجلي په دي دوو ګڼو کي د ماشومانو دپاره په زړه پوري ، معلوماتي ، تفريحي ، ادبي او نور ورته مضامين چاپ سوي دي چي ډيره برخه يي د ماشومانو حقونو ته ځانګړي سوي ده .
دا مجله کولاي سي چي والدين د خپلو ماشومانو په حقونو پوه او توجه يي د ددوي سالمي روزني ته واړوي .
تنکي ځوانانو ته يي دا هم ښودلي ده چي په څه ډول د خپل مور ، پلار او د ټولني د نورو مشرانو احترام وکړي او د هغوي حقونه پر ځاى کړي .
پاتي دي نه وي چي د کوچني ږغ مجلي دا دوي نوي ګڼي په خپله روزنيزه غيږه کي ښکلي ټوکي او ښکلي شعرونه چي ماشومان يي ډير خوښوي هم خپاره سوي دي .
مينه وال کولاي سي چي د  کوچني ږغ دا نوي ګڼي په وړيا ډول په خپلو ښوونځيو کي تر لاسه کړي .