د تسليت او خواخوږۍ مراتب

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 3888
هدايت الله هدايت
دخبریدو نیټه : 2005-10-17

 

دډاکټرانو پر سپېڅلي او انسانې هڅو باندي د وطن ددښمنانو وروستی بريد چې د پنځو تنو طبي فعالينو په شهادت چې  په  دې جمله کې ځوانيمرګ ډاکټر محمد اسمعيل احسان هم شامل وو،  ختمه  سوه دا یوه لويه تراژيدي او  ملي غميزه ده  چې د ټولو په زړونو کې يې داغ پرېښود. هغوی زموږ دخوار وطن انساني شتمني وه چې  د خلګو و خدمت ته يې ملا تړلې وه . خداي پاک دي پر هغوی و رحميږي .

داسي وژني هيڅ انساني، افغاني او اسلامي معيار نلري او عاملين يې بې له شکه په هر وخت کې  زموږ دوطن  دثبات او سوکالۍ دښمنان وه او وي به . زموږ په ټولنه کې د پرديو لخوا داسي جنايتونو او نامرديو ته  تل دکرکي په سترګه کتل سويدي او ورته کتل کيږي .

 زه دځان او دخپلي کورنۍ د تسليت او خواخوږي مراتب تاسو د بېنوا فرهنګي ټولني غړو او د  ټولو شهیدانو و کورنیو ته وړاندي کوم ،او په دې غم کې ستاسو سره ځان ګډ بولم .  دلويه خدايه څخه تاسو ځوانانو او کورنيو ته مودزړه صبر غواړم  .

په درناوي

هدايت الله هدايت  - استراليا