دخواخوږې پېغام
کله چي مي د هغو بيګناه وطنوالو دناځوانمردانه وژني د پيښي خبر واوريد ډير پري خوابدي سوم خو کله چي مي د بينوا ويپپاڼي دلاري دشهيد محمداسماعيل په اړه واوريدل نوډير په خپه سوم نوم يې راته اشنا و ،داچي دا ډيروخت مي نه وو ليدلي يوڅه رانه هير وخوډيرژر مي حافظي ته راغي چي هوداخو همهغه ځوانيمرګ اسماعيل جان و کوم چي ما دتوريال لوحه نويسي په دوکان ( د بېنوا فرهنګي ټولني لومړی ټاټوبي ) کي ليدلي و ډير ښه ارام، دروند اودښواخلاقودرلودونکي ځوان و،اسماعيل جانه !
د شهادت دا لوړ مقام دي مبارک سه !
ستا ټولودوستانواوملګروته دی خداي ج صبر جميل ورکړې ،ستاقاتلانو،داسلام اودادافغان دمظلوم ملت دښمنانو ته دې خداي ج سزا ورکړي ٠ امين
احمدجاويدامين - کندهار