د انسان په باره کي په زړه پوري معلومات

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 38930
راټولونکی : عبدالناصر- ريشاء
دخبریدو نیټه : 2010-09-15


انسان تر ټولو نورو موجوداتو ډيري خبري کوي.  څېړونکو د انسان متوسط عمر اویا کاله بللی دﺉ چي په دغه مدت کي څوک ۱۳ کاله خبري کوي، ۶ کاله خواړه خوري او ۲۳ کاله هم بيديږي (ويديږي) . په متوسط توګه هر څوک په سلګونو ټنه خواړه خوري. که ده انسانانو وزن د ۷۵ څخه تر ۸۰  کیلو پوري وبلل سي نو ويلای سوچي هر څوک په خپل ټوله ژوند کي تر خپل وزن د ۱۲۵۰ څخه تر ۱۳۳۵ چنده پوري غذا خوري. په یوه ورځ یا ۲۴ ساعتو کي ۱۰۰۰ لېټره هوا تنفسوي او زړه يې په هره دقيقه کي ۸۰ تر ۱۰۰ واري  پوري غورځي،  نو ګواکي د انسان زړه په ټوله ژوند کښي  ۲ ميليارده او ۵۸ میليونه واري  ، بېله  دمي  او اغلباٌ بېله کومي ستونزي ،  غورځي (دربيږي) .
د انسان په وجود کي تر ټولو حساس غړی سترګه ده ، چي کو لای سي د ۱۰زرو  رنګونو تشخيص وکړي. ماشومان تر ۸ میاشتنۍ پوري دنیا توره او سپينه ويني.

 انسان هغه یوازنی موجود دﺉ چي ولاړ او پر دو پښو  تګ کوي. په اوسطه توګه انسان په یوه ورځ کي  ۲۰زره  ګامه اخلي ، یعني په کال کي ۷ ميليون ګامه. په ۷۰ کلنې کي د دغو ګامونو شمېر و ۵۰۰ ميليونو ته رسيږي، يعني ۵۰۰ زره کيلومتره لار په وهل کيږي . په دې  حساب نو انسان په ژوند کي کولای سي چي په پښو  ۹ واري د دنیا پر کره راوګرځي يا و سپومۍ ته پياده ولاړسي ، البته که د مځکي او سپوږمۍ تر منځ واټن ۳۹۰ زره کيلومتره وبلل سي.  

د انسان بدن په يوه فوق العاده پوښ سره پوښلی دﺉ چي پوست (پوټکي) ورته ويل کیږي ، پر دغه پوست په هر ساعت کي ۳۰ ميليونه ميکروبه کښېني، چي ۲۹ ميليونه يې وژل کيږي او پسله هرو ۲ ساعتو د ۳۰ ميليونو څخه  یوازي ۷ زره پاته کيږي.

د انسان په بدن کي له ۲ څخه تر ۴ ميليونو د درد نقطې سته چي حساسيت يې د پوستکي د موقعیت په نسبت تو پير سره لري.
د انسان بدن حيرانوونکی  مقاومت لري چي کولای سي د ۴۴ تر ۴۵ درجو تودخه وزغمي او که په تدريج سره ګرمي پر ډېره سي کولای سي په وچه  فضا کي حتی د ۱۵۰ څخه تر ۱۶۰ درجو حرارت لا تحمل کړي. او په يخنۍ کي انسان کولای سي تر منفي ۲۷ درجو لا ژوندی پاته سي ، البته بېله کالیو. 

انسان کولای سي چي ۵۲ ورځي يوازي په اوبو ژوندی پاته  سي.