بېنوا فرهنګي ټولني دوه نوي كتابونه چاپ کړل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 3897
خليل ا لله سروري
دخبریدو نیټه : 2005-10-18

خليل ا لله سروري - کندهار

په دې وروستيو كي د بېنوا فرهنګي ټولني له خوا دوه نوي كتابونه چاپ سوي دي .

۱ - څو سياسې خبرې او د افغانستان بيارغونه دارواښاد ميرزا علم حميدي ژباړه په ۱۳۸ مخونو كي

۲ -  مركه څنګه وكړو ؟ د ځوان ليكوال او شاعر نذير احمد سهار كتاب په ۱۴۲ مخونو كي دبېنوا فرهنګي ټولني له خوا دافغان هوتكي پاڅون د درې سومې كليزې په وياړ له چاپه راوتي دي .