په ډېره خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د بينوا فرهنګي ټولنې د بنسټ ايښودونکو څخه ځوان شاعر او ليکوال اسمعيل احسان په يوه تروريستي بريد کې ژوند له لاسه ورکړی دی .
انالله و انااليه راجعون
زه د افغان ادبي بهير په نماينده ګې په اول قدم کې د شهيد احسان کورنۍ ته او په دوهم قدم کې د بينوا فرهنګي ټولنې ټولو غړيو ته د لوی خدای په دربار کې صبر جميل غواړم او دعا کوم چې بيا دې خدای داسې دردناکه پيښه نه راولي چې د شهيد احسان غم مو پرې هير شي. ټولو خواخوږو د زړه صبر غواړم.
په درناوي
بازمحمد عابد - کابل