تاندځوانان وستایل سول

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 39031
ملگری
دخبریدو نیټه : 2010-09-19

د سنبلې پرڅلرویشتمه ( تېره چهارشنبه ) بست علمي ،روزنیزي اوکلتوري موسسې اوکاروان پوهنتون په گډه دتاندوځوانانودستایلوپراخ پروگرام نیولی وو چي شاوخوا زرو تنوبرخه پکښي اخیستې وه،
پرانستونکي خبري شاکرعزیزي وکړې ، دځوانانو، دځوانانودفعالیتونو ،د ځوانانودمسولیتونواوځوانانود رول اودهغودستایلوپه اړه ښاغلی غفورلېوال او هارون حکيمي وږغېدﺉ اوتردوی وروسته ځیني نورځوانان هم پردریڅ راڅرگندسول .
ځواني سندرغاړي فرزانې ناز سندري وویلې ، ځوانانواتڼونه ورته وکړل اوپه پای کي د تاندځوانانوپه استازیتوب دمختلفوبرخومخکښانوته ستاینلیکونه اود بست (لېبل) نښانونه ورکړل سول:
په ترتیب سره د ادبياتوپه برخه کي هارون حکیمي ،دژورنالیزم اوویاندۍ په برخه کي مینه منگل ، دهنراوموسیقۍ په برخه کي فرزانه ناز اودورزش په برخه کي روبیناجلالي وستایل سول.