د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولنه د بينوا پر انترنت پاڼه بنديزغندي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 39219
الحاج غرزي خواخوږی
دخبریدو نیټه : 2010-09-27

د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولنه په افغانستان کې د بينوا پر انترنت پاڼه باندي د اطلاعاتو او کلتور د وزير لخوا بنديز په کلکه غندي

په افغانستان کې د دري لسيز جنګ، جګړه او ناخوالو وروسته د منځمهالي، لنډمهالي او انتخابي حکومت لوي لاس ته راوړنه د ديموکراسي او د بيان آزادي وه چې د هغه په رڼا کې په سلګونو ورځپاڼو، اوونيزو، راډيوګانو او لسګونو تلويزيوني چينلونو او انترنيتي ويبپاڼو خپرول پيل کړل چې په افغانستان کې د انترنتي ويبپاڼو په نړي کې تر ټولو څخه مخ کې او د خلکو او نړيوالو د منلي وړ ويب پاڼه د بينوا پاڼه ده او ويل کيږي د ورځي څه د پاسه دري سوه زره کسان (د افغانستان دننه او بهر) ېي ګوري.
بينوا پاڼه بي د شکه پدي توانيدلي ده چې د نړي په ګوټ ګوټ کې د افغانستان په اړه لمړي خبر خپور او په ټولنه کې هغه رښتني پيښي چې جريان لري د هغه څخه لوړ پوري چارواکي او نړيوال خبر کړي.
خو له بده مرغه په دي ورستيو کې د اطلاعاتو او کلتور د تعصبه ډک وزير مخدوم رهين لخوا د يو خبر د خپورولو په پلمه چې د ولسمشر د لمړي مرستيال مړيني په هکله خپور سوي او ژر تر ژره بيرته د هغه د ردولو خبر خپور کړ ، د رسنيو څخه د سر غړوني د قانون د (٧) مادي خلاف په افغانستان کې بنديز لګولي دي.
په داسي حال کې چې د اطلاعاتو او کلتور وزير صرف صلاحيت لري چې رسني د سرغړوني په مهال څارنوالي ته معرفي کړي. د رهين دغه تعصبي امر خپله د قانون سر غوړونه ګنل کيږي او ښاغلي رهين هغه کسان چې د هېواد پر اتلانو او نوميالي روحانيونو لکه ملي قاعد ميرويس خان نيکه، غازي احمد شاه بابا، د ميوند د ډګر اتله ملالي، غازي امان الله خان، لوي استاد علامه حبيبي، ستر شخصيت محمد ګل خان مومند، پير صاحب سيد احمد ګيلاني او نورو پسي هم سپکي او توهين کوي ولي دی هغوي ته څه نه وايي او بنديزونه پر هغو خپرونو نه لګوي؟
دخواخوږی ادبي او کلتوري ټولني مشرتابه او ټول غړي د اطلاعاتو او کلتور د وزير تعصبي او کرغيړن عمل په کلکه غندي او په افغانستان کې د بينوا پر انترنيتي ويب پاڼي باندي د بنديز ليري کولو غوښتنه کوي.
په افغانستان کې د بيان د آزادي او ديموکراسي د مخالفينو د ورکيدو په هيله

په درنښت،
الحاج غرزي خواخوږی
د ټولني مشر
٥/٧/١٣٨٩
کابل – افغانستان