میا ګل اروال صیب هم له نړۍ سترګې پټې کړې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 39328
قریب الرحمن سعید
دخبریدو نیټه : 2010-10-01

«انا لله وانا الیه راجعون»
(کل نفس ذائقة الموت .)

رښتیا هم چې دا نړۍ دازمیښت  او د غمونو او در دونو نه ډکه  او پایلې یی دهمغه  چا له پاره ویاړلې دي  چې د الله  تعالې  په وړاندې یی  د محاسبې او حساب وکتاب  له پاره  خپل    ځان ، په همدې ستونزمنه  او دغمونو ډکه  نړۍ  کې په پوره  میړانتیااو شکیبایی سره ، تیار کړې وې .

د ننګرهان د خوګیاڼو  اوسیدونکې ،مرحوم  او مغفور میا ګل اروال د هغو درنو اوویاړلو  شخصیتونو  څخه  و چې   د هیواد دتاریخ اوجهاد  په پاڼو کې  به یی نوم تل ځلانده  بریښي ، هغه  دهیواد او ولس د ویاړونو او  افتخاراتو پټ څلې و .

نوموړې   د  ادبیاتو دپوهنځې د ژورنالیزم  د څانګې  څخه فارغ شوې  و د ژورنالیزم  په  ساحه کې یی او په  ځانګړې توګه  د روسي  دسرو  لښکرو  د اشغال په وخت کې  یی د هیواد  اوولس له پاره  ډیر زیات  دقدر  وړ  خدمتونه  تر سره کړي . هم  یی د ژورنالست   په څیر ، هم یی د تلویزوني مرکو او خبرنو د مبصر او پروډیوسر په څیر ، هم یی دهجرت په دیار کې د ژورنالیزم   د استاد  په څیر او هم یی د یوه ډیر غښتلي لیکوال  په څیر دندې  تر سره کړي  او په دې  ټولو دندو کې یی  خپل ایماني مسؤلیت  ترسره کړې .

نوموړي په اتیاومه او نوی ومه لسیزو کې    له مونږ سره  په  افغانان  خبري  اژانس  کې  ډیر  تکړه  او نه ستړیکیدونکې  مسؤل و . تر ټولو  زیاد  د باور  وړ  ، ترټولو زیات  زحمت ایستونکې ، تر ټولو زیات امین او تر ټولو زیات  وطن  پاله او ولس  دوسته  انسان و .

زه یی د مړینی په خبر ډیر  وځوریدم . الله دې  ورته د شهیدانو درجې ورکړې .

په دې اساس دهغې  ټولې کورنۍ  او دوستانو ته د نوموړې  دناببره مړینې له کبله  د الله تعالې څخه دزړه  صبر او ډیر زیات  اجر غواړم.  او په داسې حال کې  چې سترګې مې پسې ژاړي ، نوموړې ته دالله نه د جنت الفردوس  دورکولو اودهمغې  اقدس   ذات  څخه  ورته   د هغې  دانساني  خویدو  په اړه  بښنه  غواړم .

په درنښت
دپخواني  افغان  خبري  اژانس   رئیس   او  اوس،په اروپا کې دحزب اسلامی د سولې او امن د جرګګۍ مشر