له ډنمارک څخه د خواخوږۍ پیغام
په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د افغانستان یو تن تکړه ، نومیا لی ،زړور او هېوادپالونکی ژورنالیست او لیکوال میاګل اروال وفات شوی ( لوی خدای (ج) دې ښه جنتونه ورپه برخه کړي )
ارواښاد میاګل اروال کلونه کلونه په هېواد کې دننه او له هېواد څخه د باندې د خپل خوږ ژوند ډېره برخه د ګران افغانستان د هماغه وخت ځوان ژورنالیزم او ورځپاڼه لیکنې ، او وروسته بیا د افغانستان د راډیو او ټلویزیون ژورنالیزم ته وقف کړه .
هغه د یو رښتیني ، متدینه او رسالت لرونکي ژورنالیست په توګه د ګران افغانستان د ښو او ډېرو بدو حالاتو انځور د هېواد د رسنیو له لارې ورکړ، قلم په لاس لکه د یو رښتیني سرباز په شان د عقیدې او هېواد نه د دفاع په سنګر کې ناست و،مکروفون او د ټلویزیون کمره یې لکه دوه نږدې یاران د حقیقت د بیان وسایل و،د افغانستان د ملي ټلویزیون د مستقیم نشر ستدیو او د مونتاژ او ایډت څانګې د ده د کار څایونه و، د افغانستان د نوی ملي ټلویزیون د اطلاعاتو او خبرونو عمومي مدیریت او څانګه د اروال صاحب په ښایسته تبصرو ،تفسیرونو ، خبرونو ،تحلیلونو او انانسونو ، ښکلې وه .کله به چې د افغانستان د ملي راډیو ټلویزیون نطاقان د ټلویزیون د شپې خبرونو د لوستلو لپاره د ټلویزیون د اطلاعاتو ادارې ته راغلل ، نو د ارواښاد میاګل اروال په لیدو به ډاډه شول چې نن شپه له ځان سره د یو پوه او فعاله مشر په درلودو سره پښتو خبرونه ښه او له اشتباه پرته ولولي .ما خپله شخصا د تل پاتې اروال صاحب نه ډېره پېرزوینه او مسلکي مرسته ترلاسه کړې وه . له همدې امله ده چې موږ د خپلواکۍ فرهنګي مرکز ټول کارکونکي او د ارواښاد میاګل اروال نور مینه وال او دوستان د هغه مړینه د افغانستان د رښتیني ژورنالیزم لپاره یوه لویه ضایعه ګڼي او په داسې حال کې چې اروال صاحب ته له لوی خدای نه د مغفرت غوښتنه لرو د هغه محترمې کورنۍ ، خپلوانو ، دوستانو او د هېواد ټولو ژورنالیستانو ته د جمیل صبر هیله کوو . اروا یې ښاده او یاد یې تلپاتې