د ارواښاد اروال د مړيني په مناسبت

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 39363
الحاج غرزی خواخوږی
دخبریدو نیټه : 2010-10-03

د ارواښاد اروال د مړيني په مناسبت د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني د خواشيني پيغام
 په خورا خواشيني سره مو خبر ترلاسه کړ چې دهېواد نوميالي ژورناليست او ليکوال ښاغلي مياه ګل اروال د دي فاني نړي څخه سترګي پټي کړي.
ارواښاد اروال د يو پياوړي ژورناليست، تکړه ليکوال او ښه څيړونکي شخصيت په توګه د هجرت په مهال او په دا ورستيو کلونو کې د قدر وړ فرهنګي چاري تر سره کړي دي او نوم به ېي د افغان پياوړي فرهنګيالانو په منځ کې تل پاتي وي.
د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولنه د ارواښاد اروال مړينه يوه لويه فرهنګي ضايعه ګڼي، د لوي خداي (ج) څخه ارواښاد ته جنت الفردوس او کورني او دوستانو ته جميل صبر غواړي.
په درنښت
الحاج غرزي خواخوږی
د ټولني مشر