غم د پاسه غم
په هغه کلونو کې د افغانستان ټلویزیون نوی جوړ شوی و، او په لږ شمېر کې کارپوهان د ملي ټلویزیون د سمبالښت په چارو لګیا و ، بهرنۍ مرستې نه وړې ، خپله ټلویزیون هم بشپړ امکانات نه درلودل او خپرونې هم باید جوړې او ټلویزیون فعاله ساتل شوی وای ، په دغه شان حالاتو کې د خپرونو د ښه سمبالښت او نندارې لپاره د ډیکور ، آرت او ګرافیک برخه ډېره ضروري او مهمه برخه وه .په دغه شان حساس وخت کې ارواښاد نبی الله هنرمنل او څو تنو نورو همکارانو یې د افغانستان نوی جوړ شوي ټلویزیون ته لکه مټ او بازو شول .هنرمل او ملګرو یې له سهاره تر ماښامه د ټلویزیون د بېلا بېلو خپرونو لپاره دیکورونه ، ستیژونه ، د ستدیو ډول او شکل ، د خپرونو د تایتل لپاره لیکونه ، عنوانونه او نومونه، او د مستقیم نشر په تېره بیا د خبرونو لپاره د تیلي سیني ټول تایتلونه ، د لباسونو او کالیو سمبالښت ، د نطاقانو او هنرمنمدانو د آرایش او ښکلا ، دغه راز د سندرو او نورو خپرونو د چاپیریال او فضا ډیزاین او ښکلا لپاره نه ستړي کېدونکي او تل پاتې ګامونه پورنه کړل .نبی هنرمل د یو ښه هنرمند ، پیاوړي لوی مدیر ، غوره ممثل ،تکړه پرودیسر او ډایرکټر ، منلي پروګرام جوړونکي او غوره فرهنګي شخصیت په توګه د افغانستان د ملي ټلویزیون د لوړتیا لپاره او وروسته بیا په اوسني وخت کې د بیات بنیات د آریانا ټلویزیون لپاره د یادونې وړ خدمتونه وکړل . ارواښاد نبي الله هنرمل د ملي راډیو ـ ټڼلویزیون او افغانفلم د ټولو همکارانو لپاره له پېرزوینو او مرستو ډک ملګری و ، ما شخصا کله چې هلته د خدمت ویاړ درلود د هنرمل صاحب له مرستو او همکاریو ځان برخمن احساسو .تېرو ورځو کې ورسره د ارواښاد میاګل اروال په اړه په ټیلفون کې وغږېدم او له دې نا خبره چې دا دی لږ وروسته به د هغه د مړینې خبر اورم او دا دی له بده مرغه نن یې د دایمي بېلتون په غم کې سترګې سرې او اوښکې تویوم . لوی خدای ( ج ) دې ښه جنتونه ور په برخه کړي .موږ د خپلږاکۍ د فرهنګي مرکز همکاران او د افغانستان د تیاتر ، سینما ، آرت او ګرافیک ټول کارکونکي او همکاران د ارواښاد استاد نبي الله هنرمل مړینه د افغانستان د فرهنګ ډګر ته یوه ستره ضایعه ګڼو او په دې توګه د هنرمل صاحب له کورنۍ ، دوستانو ، خپلوانو ، همکارانو او ټولو فرهنګیانو سره د غم شریکۍ او خواخوږۍ مراتب شریکوو او هیله لرو چې د افغانستان د ملي راډیو ـ ټلویزیون او افغانفلم اداره د هنرمل صاحب د آثارو په راټولولو او خوندي کولو کې وړ ګام پورته کړي .
په درنښت