د ( حقوق زن ) د مجلې ژورنالیست او لیکوال سره د ناسم چلند له امله د خپلواکۍ د فرهنګی خپرونې اعتراض لیک
دا خبره په بشپړه توګه څرګنده ده چې په افغانستان کې دننه ژورنالیستان او له هغې ډلې خپلواک ژورنالیستان او لیکوال په ډېرو بدو او مختنقو شرایطو کې ژوند او کار کوي .هغوي د بیان د آزادۍ حق نه لري او هغه زورنالیستان او لیکوالان چې د پېښو ،حالاتو او موضوعاتو په باب ازاد نظریات وړاندې کوي له راز راز کړاوونو سره مخامخ کیږي .ددغه راز اختناق ډېرې بېلګې تراوسه موږ لیدلې او اورېدلي ،خو ډېره تازه بېلګه یې له افغانستان څخه د خپرېدونکې مجلې ( حقوق زن ) د مجلې مسؤول مديرعلى محقق نسب سره د مسًولو قضایي مراجعو ناوړه چلند دی .
په ډنمارک کې د خپلواکۍ فرهنګي مرکز له دې امله د خپل اعتراض غږ پورته کوي او غوښتنه لري چې د نوموړی ژورنالیست دوسیه دې د بشر دحقوقو د خپلواک کمیسیون ،او د افغانستان د لیکوالو او ژورنالیستانو د خپلواکو ټولنو د غړو په ګدون یو ځل بیا د غور لپاره ځکه وړاندې شی چې نوموړی لیکوال او ژورنالیست دغه د دوه کالو بند پرېکړه پر ځان نه مني .
رښتنی حق او عدالت باید د هر چا په برخه کې عملي شيي
په درنښت
د خپلواکۍ اداره
کوپنهاګن