سپوږمۍ پښتوراډيو په کندهار کې هم خپرونې پيل کړې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 39847
خالدهادي
دخبریدو نیټه : 2010-10-23


سپوږمۍ راډيو چې تر اوسه يې په کابل او د شاوخوا ولايتونو په ځينو سيمو کې د اف ام په ١٠٢،٢ څپو خپرونې کولې، اوس يې په کندهار کې هم په همدغو څپو خپرونې پيل کړې. 
سپوږمۍ راډيو د خپلو اورېدونکو له پراخې مينې، مننې او هڅونې انرژي اخلي او هڅه کوي، چې په پرله پسې ډول د هېواد ټول ولايتونه تر پوښښ لاندې راولي.
سپوږمۍ يو ځل بيا خپله ژمنه تکراروي چې خپله پښتني او ملي تګلاره به ساتي او هيڅ زور او زر به يې له دې لارې را ونه ګرځوي.

ستاسې د لا زياتې همکارۍ په هيله