په کابل او کندهار کې د چين د نړيوالې راډيو پښتوخپرونې د ايف ام په څپو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 39971

دخبریدو نیټه : 2010-10-29

د چين د نړيوالې راډيو پښتو خپرونې په کابل او کندهار کې د ايف ام په ١٠٢،٢ څپو پيل شوې دي ، د سپوږمۍ راډيو د خبر له مخې دغه خپرونې د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور او بهرنيو چارو د وزارتونو په رسمي اجازه او په افغانستان او چين کې د دواړو هيوادونو د سفارتونو په هڅو پيل شوې دي ،د چين نړيواله راډيو د 19٤١ ميلادي کال را په ديخوا د افغانستان لپاره په پښتو ژبه خپرونې کوي .د چين د نړيوالې راډيو پښتو خپرونې وړاندې تر دې په رڼه بڼه نه اوريدل کيدې خو اوس ددغه راډيو پښتو خپرونې د ايف ام په څپو د هيواد په دوه لويو ښارونو کابل او کندهار کې په رڼه بڼه اوريدل کيږي . د چين د نړيوالې راډيو پښتو خپرونه په کابل کې د ماښام له اوو بجو څخه تر آتو بجو او په کندهار کې د سهار له اوو بجو د ورځې تر نهو او د مازيګر له پنځو بجو څخه د ماښام تر اوو بجو پورې اوريدل کيږي . سي آر آی راډيو د چين يوه رسمی نړيواله راډيو ده چې موخه يې نړۍ ته د چين،چين ته د نړۍ او نړيوالو ته د نړۍ په هکله معلومات ورکول او د چينايانو او نړيوالو تر منځ د پوهاوي او دوستۍ ټينګول دی . د چين نړيواله راډيو هيله لري چې خپلې پښتو خپرونې په کابل او کندهار سربيره ټول افغانستان ته ورسوي .