دارواښاد شاعر صاحب شاه صابرشعري كليات چاپ شو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 40197
عبدالرحيم هلال
دخبریدو نیټه : 2010-11-09

دپښتوژبي د ليكوال  اوشاعر ارواح ښادصاحب شاه صابرشعري كليات دذبيح الله شفق په  هڅه او زيار په دي ورستيو كي دانش خپرندوي ټولي  له خوا.  د ١٠٠٠ ټوکو په شميركي چاپ او خپور شو.

په دې کتاب كي داروا ښاد درې چاپ شوي کتابونه (تكل ،خوبونه ،  قامتونه قيامتونه،اوڅو ناچاپه شعرونه ، په شاوخواپنځه سوه صفحوكي  راټول شوي دي.   

په كتاب باندي د سريزي په توګه شفق د ډاكتر صاحب شاصابر په ژوند او فن باندي هر اړخيزه خبري كړي اوپه ترڅ كي يي دبيلابيلو شاعرانو او داروا ښاد صابر دنژدي ملګرو نظرونه ا و له هغه سره تړلي خاطرات  راټول كړي دي

 او همدارنګه  دارواښادنژدي ملګري ځوان ژورنالست اسراراتل  د (زما صابره زه دي پيژنمه) تر عنوان لاندي  ديمه سريزه كښله شوي ده

ديادوني وړ ده چي په كتاب باندي د خپرندويي ټولني له خو داسي يادونه شوي ده

 ګرانه

موږدارواښادصاحب شا صابر كليات په دي پار چاپ كړ  چي لدي لاري سپمه شوي روپۍبه دارواښاد كورنۍ ته ليږو ، نو له تا څخه هيله كوو، چي نه يوازي دا چي كتاب مفت مه اخله بلكي دخرڅون پر ټاكلي  شوي بيي سربيره دارواښاد دكورۍ دمرستي په پار خپله ونډه لا زېاته كړ

د كتاب ځانګړني

د كتاب نو م                     د صاحب شا صابر كليات

شاعر                                   صاحب شا صابر

چاپ زيار                                     ذبيح شفق

خپرندوى                          دانش خپرندويه ټولنه

چاپ كال                                 1389    

چاپ شمير                              1000            

كمپوزر                           ذبيح  الله شفق