د غزني ادبي بهير لخوا د خواشينۍ او ډاډګيرنې پيغام
په خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ، چې د پښتو ژبې تکړه او مخور خادم او د افغانستان د علومو اکاډيمۍ غړى څيړنپوه عبدالرحيم ځدراڼ له دې فاني نړۍ سترګې پټې کړې.
اناالله و انااليه راجعون
د غزني ادبي بهير ګډونوال او په غزني کې ميشت فرهنګيان د اروښاد څيړنپوه عبدالرحيم ځدراڼ مړينه د پښتو ژبې د ژباړې او په دې برخه کې د نه ستړې کيدوونکو هلوځلو بهير لپاره يوه لويه ضايعه بولي او د ارواښاد پر مړينه د خواشينۍ په څرګندولو سره ارواښاد ته د لوى څښتن په دربار کې د مغفرت او بخښنې لاسونه لپې کوي او کورنۍ ته يې د جميل صبر غوښتنه کوي.
روح دې يې ښاد وي