د لرې او برې پښتونخوا د ادب له آسمانه د يو روڼ لويدلي ستوري (( افضل شوق )) په ياد
په خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ، چې د لرې پښتونخوا وتلى شاعر، اديب او تکړه ليکوال ارواښاد افضل شوق د ورپيښې ناروغۍ له امه له دې فاني نړۍ سترګې پټې کړې.
اناالله و انااليه راجعون
د غزني ادبي بهير ګډونوال او په غزني کې ټول ميشت د قلم خاوندان پښتو ژبې ته د ارواښاد شوق خدمتونه د قدر وړ بولي او د هغه نه ستړې کيدونکي هلې ځلې ستايي او د خواشينۍ په ښودلو سره د ارواښاد مړينه د پښتو ژبې روانو هلوځلو لپاره يوه لويه ضايعه بولي او د ستر څښتن په سپيڅلي دربار کې د ارواښاد روح ته د دعا لاسونه لپې کوي.
خداى دې د ارواښاد کورنۍ او د لرې برې ټولو قلموالو ته د زړه صبر ورکړي.
روح دې يې ښاد وي
غزنى