دلوې اخترپه مناسبت دمبارکۍ پيغامونه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 40328
زرلښته حفيظ بشريار
دخبریدو نیټه : 2010-11-15

د لوي اختر په وياړ د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني د مبارکي پيغام

نیټه: ٢۴/۸/۱۳۸۹ - ۱۵/۱۱/۲۰۱۰

ګرانو مسلمانو خويندو او وروڼو!
تر هر څه مخکي د لوي اختر د رسيدو په وياړ خپل او د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني د ټول غړو لخوا د افغانستان مسلمان او ځوريدلو خلګو او د نړي و ټولو مسلمانانو ته مبارکي او ښه هيلي وړاندي کوم، خوشحاله او نيکمرغه اختر و ټولو ته غواړم.
لوي اختر د بشريت لپاره د خداي (ج) د پيغمبر حضرت ابراهيم خليل الله (ع) د آزمويني او د حضرت اسماعيل (ع) د اطاعت او ځان تيريدولو لوي درس دي چې بايد د هر مسلمان د وياړني وړ او پري عمل وکړي.

درنو هېوادوالو!
 زموږ ګران او وياړلي هېواد افغانستان د دريو لسيزو ناورين او ناخوالو څخه وروسته بيا د يوي لويي آزمويني سره مخامخ دي چې هغه د سولي او پخلايني پروسه ده.
افغانان چې د جهاد د ډګر زمريان وه اوس بايد د يو بل د منلو او د مذاکراتو په ترسره کولو سره هېواد ته پاته د نيکونو د لوي ميراث دوديز"لويی جرګی" له طريقه د سولي په ټينګښت کې هر اړخيزه ګامونه اوچت کړي او د ورور وژني بهير ته د پاي ټکي کيښږدي.
د ملي يووالي د دولت په جوړلو کې د يو بل سره پريکړه وکړي تر څو چې په هېواد کې د ميشت بهرنيو هېوادو د پوځيانو د شتون څخه خلاص او د بيا رغوني او آبادي په لور روان سي.
د وخت څخه په ګټه اخستلو سره يو وار بيا ټولو مسلمانانو او په خاصه توګه افغان ربړيدلي ولس ته نيکمرغه او خوشحاله اختر غواړم.

هره ورځ مو اختر – اختر مو بختور
الحاج غرزی خواخوږی
د ټولني مشر


ګرانو خويندو محترمو ورونو :-دلوې اختر په وياړ د زړه له کومې تاسو ته او د نړۍ ټولو مسلمانانو ته خپلې نيکې هيلې او تادوه مبارکۍ وړاندی کومه هيله ده دخپلو کورنيو سره خوشحالې شيبۍ ولرئ.

لوې اختر چې دنړۍ دمسلمانانو دخوشحالی ورځ ده مونږ مسلمانانو ته لازمه ده چې ددغی بختوری ورځی څخه په ښه توګه نمانځنه وکړو تر څوزمونږ  واړه ماشومان  کوم چې بهرني هيوادونو کې اوسيږي په دی پو شي چې اختر څه ته وايي ؟او د اختر څخه څنګه نمانځنه  کيږي اوهمدا رنګه هر شتمن مسلمان ته په کار ده چې خپل غريبو هيواد والو سره مالي مرسته وکړي يادا چې هر شتمن مسلمان بايد په لوې اختر کې قرباني وکړي  او د قرباني غوښه په غريبانو باندی وويشي  که تاسی بهر کې ياست له واکه مو کيږي خپل دهيواد معيوبينو،کونډو،يتيمانواو  خپل غريبو هيواد والو سره مالي مرسته وکړئ خداې(ج) به  تاسي ته ډيراجر درکړي  مرسته د بی وزلو سره دهر شتمن مسلمان دنده دی همدا رنګه د حج فريظه ادا کول هم زمونږ د اسلام د پينځه بناو څخه يو بنا دی نوهرشتمن مومن   ته لاز مه ده چې دحج فريظه ادا کړي  يا قرباني وکړي د قرباني غوښه په دری برخه وويشي يو برخه ګاونډيانو ته بل برخه خپلوان او دريمه برخه د خپل ځان ته واخلي

د قرباني مال بايد صحتمند وي په معيوب ، ناروغ  او د يوکال   نه په کم عمر حيوان باندی قرباني نه کيږي که شتمن په شتمند هيواد کې وي کولې شي خپل د هيواد يا کوم بل غريب مسلمان ته د قرباني  پيسی وليګي په اخترونوکې وينی بخل کيږي مرورسره بايد پخلا شي که چا  قتل هم کړی وي بايد د بخښنی لپاره د مقتول کور ته لاړ شي او خپل د ګناه بخښنه وغواړي  دا ځکه چې ډير سواب لري که تاسی د چانه خپه ياست بخښنه وغواړئ او بخښنه وکړئ دا ځکه چې هر هغه څوک چې بخښنه غواړي او يا بخښنه کوي د خداې د نژدی دوستانو په قطار کې شميرل کيږي  اوخداې به درته اجرونه در کړي د اختر په مونځونو کې شرکت وکړئ که ښځې جوماتونو ته نه شي تلاې بهتره ده چې د اختر مونځ خپلو کورونو کې وکړي  خپل ماشومان داختر مونځ ته جوماتونو ته ويسئ چې پوه شي د اختر مونځ څنګه ادا کيږي  نه ډير واړه  ماشومان چې مونځ کوونکو ته د زحمت سبب شي  داختر په ورځو کې خوشحالي وکړئ پاکی جامې واغوندئ که جامې  مونوي نه وی هم پروا نه کوي خو جامې بايد پاکې وي په ا خر کې يو ځل بيا مړي د خداې وبخښي او قدرمنو هيواد والو ته د اختر مبارکي سره د ګلانو ګيډۍ ډالۍ کومه او په ګران افغانستان کې د يو دايمې سولې دراتګ په هيله يمه خداې مو ښاد اباد لره په درنښت