د أضحيې او د اختر د لمانځه فلسفې :

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 40355
علامه محمدمعین الدین ابوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .
دخبریدو نیټه : 2010-11-17

د أضحيې اودلوۍ أختر د لمـــــانځه فلـــــســـــفې     :
ليکوال  :
ستر  علمي او روحاني شخصيت ، علامه محمدمعین الدین ابوالفضل  ، افغاني  کان الله له ودامت برکاته  .

محترمو وروڼو  !  د اسلامــــي شريعت  په هر کار او عبادت کښي د انسانانو دپاره د دنيا او آخرت ګټي موجودي دي  ، په هر عبادت کي غټ غټ اسرار او حکمتونه د سالم عقل و خاوندانو ته څرګندي دي .
د لوۍ أختر لمونځ چي د مسلمانانو په لويو لويو اجتماع ګانو سره ادا کيږي په اســـلامي شريعت کي يو بې مثاله ستر عبادت دئ   ،  په همدغه مقدس عبادت کي چي کومي ګټي او حکمتونه تحقق لري   يوه برخه  له هغو څخه درته بيانوم  چي  په دې شرحه دي     : 

(۱  )  :  قدرمنو وروڼو  !  ځموږ او ستاسي  ورسول  حضرت محمد (صلی الله عليه وسلم ) ته چي الله پاک پر نورو نبيانو باندي په کومو شيانو سره فضيلت او امتياز ور کړئ دئ  د هغو له جملې څخه  يو « حوض کوثر »  او بل  « نَهر کوثر »  دئ  ( حوض کوثر په حشرګاه او عرصات  کي او نهر کوثر په جنت کي دئ  ) چي دا دواړه دده مبارک دپاره غټ اعزاز  او د أمــت دپاره يې ستر نعمت دئ   .
ددغه اعزاز او نعمت په شکريه کي الله پاک پر ده مبارک او پر أمت دده باندي د لوۍ أختر لمونځ او أضحيه واجبه کړه  ، تر څو چي ددغه لوۍ اخرَوي نعمت شکر په بدني او مالي عبادت په دواړو سره ادا کړ سي  ، لکه چي الله (جل جلاله ) فرمايلي دي  :
  «   انا أعطَيْنَا کَ   الـْـــــکوثَر  ، فصَلّ لـــرَبّکَ  وَ انـْــحَر  »  .

( ۲ )  :    ځموږ او ستاسي رسول د حضرت اسماعيل ( عليه السلام ) له اولاد څخه دئ ، او حضرت اسماعيل ( عليه السلام )  په همدغه ورځ کي د لوۍ أختر د الله پاک د حکم په وجه د خپل ځان و قربانولو ته تيار سو چي بيا يې په فديه کي له جنت څخه الله پاک يو پسه             ( ګوسفند )  تر ابراهيم (عليه السلام ) پوري په الهي قدرت سره ورساوئ  او ذبح کړ سو  .
نو دا پکار وه چي حضرت محمد ( صلی الله عليه وسلم ) او په تبع دده کي ده أمت هم د اسماعيل (ع) د قربانۍ ورځ په يو قسم قرباني سره و لمانځي ، او ددې په شکريه کي چي که اسماعيل (ع) ذبح کړسوئ وائ نو بيا به تر قيامته خلګو په دغه ورځ کي خپل ځامن قرباني کول ( خو الله پاک دَی مبارک هم له ذبح کيدو خلاص کړ او نور انسانان يې هم له دغه آزمون څخه وژغورل  ) د تشريق تکبيرونه او د اختر لمونځ او قرباني کول مقرر کړل  .

(۳)   :  د اسلام دين الله پاک د ابراهيم (عليه السلام  ) ملت بللئ دئ ، او د حضرت  ابراهيم (عليه السلام  ) د ملت په تابعداري سره حضرت محمد (صلی الله عليه وسلم ) الله پاک أمر کړئ دئ ؛ لکه چي الله پاک فرمايلي دي   :  «  قلْ بَلْ ملّةَ ابراهيمَ حَنيفًا »  .
او ابراهيم  (عليه السلام  ) په دغه ورځ کي د خپل ځوۍ په قرباني کولو کي شروع وکړه ، که د الله ( جل جلاله ) له طرفه د اسماعيل په بدل کي جنتي پسه نه وائ راوړل سوئ نو اسماعيل (ع ) به ذبح کړ سوئ وائ  .

نو په دې واقعه کي متعدد شيان متحقق سول  :
۱ ـــ   د ابراهيم ( عليه السلام ) د الله پاک د حکم تابعداري .
۲ ـــ دارنګه د اسماعيل (ع) کامله تابعداري هم الله پاک لره هم خپل پلار لره  .
۳ـــ  د اسماعيل ( ع) د مور بي بي هاجرې (رضي الله عنها ) د الله پاک و حکم ته تسليميدل .
۴ ـــ  له جنت څخه د اسماعيل ( ع) د ذبح په بدل کي د پسه راوړل کيدل ، او دوۍ درې سره له دغي غټي ابتلا څخه خلاصيدل او په دې ابتلا کي کاميابه کيدل  .
دا ټول هغه شيان دي چي حضرت محمد (صلی الله عليه وسلم ) او دده أمت يې بايد شکر ادا کړي ، او په مالي او بدني عبادت سره دغه ورځ ولمانځي  . 

( ۴ )  :  انسانان دوې ډلي دي : اوله د خدائ پاک ډله ده چي مومنان دي  ، دوهمه د شيطان ډله ده چي کافران دي ، الله پاک په قرآنکريم کي اوله ډله په حزب الله سره ياده کړېده ؛ لکه چي فرمايي : «  فان حزب الله هُم الغالبون  »  او دوهمه ډله يې په حزب الشيطان سره ياده کړېده   .
کافران کوم چي د شيطان ډله ده  په کال کي  د اختر ورځي لري کوم چي دوۍ په هغو ورځو کي  شيطاني خوشحالي او شيطاني عملونه ترسره کوي   .
اسلامي شريعت د دوۍ د اخترو د ورځو په مقابل کي د مومنانو دپاره په کال کي درې ورځي د خوشحالۍ مقرري کړې ، چي په دغو ورځو کي به دوۍ روحاني او الهي خوشحالي او خدايي اعمال تر سره کوي ، لکه تکبيرونه ويل ، د عيدګاه لمونځ ، سرسايه ورکول او قرباني کول وغيره  ، او دغه درې ورځي دادي  :
اول     : د جمعې ورځ  .
دوهم :   د کوچني اختر ورځ   .
دريم  :  د لوۍ اختر ورځ  . 
 
( ۵)  :  مکه مکرمه چي هر کال په ملينونو انسانان د حج په موسم کي هلته سره راجمع کيږي او د حج د مقدسي فريضې له نجامولو سره قسم قسم اقتصادي ، سياسي او اجتماعي ګټي تر لاسه کوي ، د همدغي مکې مکرمې د ابادۍ او د حج د فريضې او په مکه کي د ټولو مادي او معنوي ګټو موسس او بنسټ ايښودونکئ حضرت ابراهيم او حضرت اسماعيل (عليهما السلام ) او دده مور حضرت هاجره (رضي الله عنها )  ده  ؛ لهذا پر ټول عالم بشر باندي ، خصوصًا پر عالم اسلام باندي د دوۍ دا حق ثابت د ئ چي د دوۍ ياد ساتلئ ولري . اسلام د دوۍ دغه ياد ساتل د يو قسم بدني ، لساني او مالي عبادت په مقررولو سره تر سره کړئ دئ ، چي هغه د تشريق تکبيرونه ، د لوۍ اختر لمونځ او قرباني کول دي  .

( ۶ )  :  و دې ته ضرورت ؤ چي مسلمانان په مختلفو طرزو په کال کي خپل وحدت  ، اتفاق ، يووالئ او په خپل دين کښي تصلب او ټينګښت د اسلام و دښمنانو ته ښکاره کوي ، نو اسلام ددې مقصد د پوره کولو دپاره په اوله درجه کي د حج فريضه او په دوهمه درجه کي د اختر لمونځ ، أضحيه او تکبيرونه ، او په دريمه درجه کښي د جمعي لمونځ ، او په څلرمه درجه کښي د جماعت لمونځ د مسلمانانو دپاره مقرر کړ   .  

و السلام و من الله التوفيق  .