دبلخ ولایت ته دمشاعرې لپاره بلنه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 40515
اختري
دخبریدو نیټه : 2010-11-27

دهیواد په دننه او بهر کې میشتو درنو افغان شاعرانو !
 تر ټولو دمخه سلام او ستاسو د قلم څوکه د خوږو او ښکلو شعرونو په لیکلو کې لاتیره غواړم .
دبلخ د ولایت د مقام په نوښت او ددغه ولایت د سکتوریزو او تخنیکی چارو د ریاست په هڅه هرکال د بلخ د لرغونی ولایت په مرکز مزار شریف کې تر مختلفو سرلیکونو لاندې پسرلنۍ مشاعره په لاره اچول کیږی .
 دادی یوځل بیا هم غواړو ترڅو دغه پسرلنۍ مشاعره په دې لرغونی ولایت کې ترسره شی .

سږ کال نه غواړو دغه مشاعره یوه بیت یا یوه شعر ته مقیده کړو . بلکې غواړو په هیواد کې دننه او بهر زمونږ قدرمن شاعران خپل شعرونه د نوی کال او پسرلی درارسیدو په ویاړ په ( شیر او شکر) ډول د هیواد په مختلفو ژبو او لهجو ولیکی او مشاعری ته یې ډالۍ کړی . دغه مشاعره د ۱۳۹۰ هجری لمریز کال د وری د میاشتې  د مزار شریف په ښار کې جوړیږی .

 د بلخ ولایت مقام ددې مشاعرې ګټونکو شعرونو او شاعرانو ته ځانګړی سوغاتونه هم په پام کې لری .
 نو مهربانی وکړۍ خپل شعرونه مشاعرې ته د کاندید په خاطر د۱۳۸9 هجری لمریز کال د     (  كب ) د میاشتې تر ( لسمي ) نېټې پوري د بلخ ولایت د سکتوریزو او تخنیکی چارو درییس الحاج ذبیح الله اختری  په پته اویاهم په لاندې بریښنالیک را ولیږې :zabihullah_akhtari@yahoo.com

دیادونې وړ ده چې ددغې مشاعرې شعرونه د یوې ځانګړې ټولګې په بڼه چاپیږی او د مشاعرې په ورځ محترمو شاعرانو ته ویشل کیږی .