څوک چي بهادراوقهرمان ؤهغه( غازي صاحب خان) ؤ.

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 40636
عبدالقیوم
دخبریدو نیټه : 2010-12-03

د۱۲۵۶هجرې  قمرې کال دعقرب له میاشتي څخه راشروع د۱۲۵۸هجري قمرې کال تر سنبلې پوري دغه ۲۳ میاشتي وخت تاریخونه دانګریزانو دفوځي دوهم واري یرغل اودافغانانود غښتلي اوبي ساري مقاومت له خپل کورکلي،هیواداونامؤس څخه ساتنې ته .  
 دافغان او انګلس تر منځ د دوهمي جګړی نوم ورکړل سوېدي .
پردي خاوره دتاریخ په اوږدوکښي دجهان لیري اونژدي ،ټولو زبر ځواکوځان یوځل  نه حتي دوه دري ځله خپل بخت ازمائیلې دي.دا دانګریزانو دوهمه ځل تیري و.
ددې نابرابره اوظالمانه تیري په وړاندي دافغانستان دټولو ولایتو نو،ټولو میلیتو،ژبو او مذهبونو لرونکي او اوسيدونکي سره په ګډه وجنګیدل،شهیدان سول،زخمیان سول، موربې زویه،پلار بې زویه،زوي بې پلاره بې وروره ،خور له هرڅه خلاصه سول. دخپلو دوستانو اوعزیزان دژوند اخستلو اودلاسه ورکولو په قیمت يې داوطن دپردیو دلڅ نظامی تیریو څخه په امان اوخوندي کړي.خو......نه ورسره پردي وسلي وي نه پردې پیسي،یوازي افغاني غرور اواسلامي جذبه اوبس.
په آفسوز نه وایم چي دکور دننه،په ږیره،کالو ،خبروکي زموږ په شان،مګر په اصل کي شیطان او دانګریز انو دګټو ساتونکو،زموږ دولس دحقونو پایماله ونکو ته  مو همیشه دهیواد داقتدار واګې سپار لې اوبیا مو خپله ده هغوي څخه ښه ورځ نه ده لیدلي .

هغوي چي پر وضع مسلط کړل سویدي دخپل اقتدار څخه يې نا جأ یزه ګټه پورته کړې ده. اول يې خپل وژلي دي.مولأ ناګوهرالرحمن په خپل تالیف اسلامي سیاست کي لیکي:(چي اصولاً داسلام له مخي،ګرد هغه حکومتونه،چي دحضرت رسول الله(ص) پر تګلاره نه ځي.هغه به ظالم اومستبدحکومتونه وي،چي دزرو اودسیسو په وسیله استواروي.اودظلم په واسطه به حکومت کوي.)  ښاغلۍ علامه عبدالشکور «رشاد» صاحب د خپل شعرپه یو بیت کي وايې :(داباز ندي ټپوس دي چي وهي دخپل کور چرګي ). رښتیا موږ ټپوسانو وخوړو.ددوي ناجأیزه کړنې  یوازي دمځکو،کورونو، رشوتونو،مقام اومنصبونو غلاوي نه وي .بلګي دولسونو،قومونو،قهرمانانو افتخارات یې غلا کول. دهغوي افتخارات يې خپلۍ کورنۍ، دوستانو او یا خیل ته  منسوبول،څو دوخت په تیریدوداصلې قهرمانانونوم ورک اوخاطري يې په ولس کي د فرعي قهرمانانوپه نوم پوري وتړل سي . تاسي څو ورځي مخکي ولیدل چي دملا منصور په نوم (جعلي) ملأ منصور يې جوړ کړي و. انګریز،امریکا اودافغانستان ټولو ټکانو  پیسي  پر واخستي خبره ورکه سول. دا ښار ناپرسان دي. وايې: چي ډیر کلونه مخکي دپیښور پر علاقه یو مشاعره وه. هغه وخت (رحمن بابا) نوي ځوان و.دخپلو اشعار په برکت خلګو په غیاب کښي پیژندي مګر په رنګ خلګو نه پیژندي.رحمن بابا دمشاعري دي غونډي ته راغلي وو دنور راغلو په شان لیري ناست و،دشاعرانو له جملي یو ځوان شاعر دعبدالرحمن په نوم درحمان بابا یو نه دوشعرونه په خپل نوم ولوستل اوهم يې خپل ځان درحمن په نوم معرفي کړي. په هغه زمانه کي رحمان با با دخپلو اشعار په ورستیو کي ځان درحمن په نوم لیکې. نو رحمن بابا چي خپله حضور لاره ولاړ سو دمشاعري ګډون والو ته يې وویل: «ما دبل دشعرونو دغلا اوریدلۍ وه،مګر دشاعر دغلاکیدونه  دادي هغه مي هم دلته ولیدل».له دغي ورځي نه پس رحمان با با وپيژندل سو. واللهُ لعلم.    
  ددي هیواد ډیرو میړنیو دافغان او انګلس په دوهمه جګړه کي قهرمانې کړیدي،چي له هغو جملۍ څخه ( غازي صاحب خان او دهغه ورور غازي پیرمحمد خان) هم وه. انګریزانو د۱۲۵۶ هجري کال تر ورستیو پوري پدي ونه توانیدل چي له کندهاره بیا تر کابل پوري پر دي علاقه خپله سلطه برقراره کړي.له دوي(انګریزانو) سره دالفنستون خاطرات او دافغانان اوانګلیس دلمړۍ نا کامي جګړي ټول اسناد اومدارک موجود وه.دنظامي افسر برېدمن وینسنیټ ایر دیوبندی خاطرات يې لوستي وه.نوداځل انګریزانو له ډیر احتیاطه کار اخستی اوپردې علاقه يې په جرأت برید نسواي کولاي ،بل دلمړي جګړي فقط (۳۵) کاله تیرسوي وه.ددوي دتیري اوظلم خاطري داکثریت ولس په ذهن کي ژوندۍ وې.بل دخلګو په منځ کي يې همره جاسوسان،دوطن دنور برخو په اندازه نه لرل چي بریالی کارونه و کولای سي ،یوبل سبب يې سوړ ژمي وو.پدې کال دونه واوري ولویدې چي لاس له بغله په مشکل سره جلاکیدي.حتي ۱۲۵۷ هجري کال د ثورپه میاشت کي لا دتللو لاري دزیاتو واورو اوریدو له اثره بندي پاته وي.دجوزا دمیاشتي تر پنځلسو ورسته دکلیو خلګو وکولاۍ سواي دنور کلیو څخه  خبر واخلي. څو دانګریز سره مقابلي ته چمتو سي.دغزنې ،قلات په علاقو کښي ډیر مخور مشران وه.خو دملأ دین محمد مشهور په ملامشک عالم مشرتوب دعمر اوعلم له برکته هرچاه بیله مشکله منی. کله چي دملامشک عالم تر مشري لاندی مشران سره جرګه شول،فیصله وسول چي په دوو استقامتو باید له انګریز سره وجنګیږو.یو دمیدان ښاراو کابل پر لور بل کندهاراو ذابل پر لور.دکابل اومیدان پر لور دمحازمشر (عبدالکریم خان) دملامشک عالم مشر زوي ،اودکندهار او ذابل پر لور دمحاذ مشر (غازي صاحب خان) تعین سول. دکابل پرلو ر ورسره مل عبدالقادرخان غزنوی،ملأ عبدالغفور خان لنګري ګل محمد خان اندړ. دکندهارپرلور دوه وروڼه پیر محمد خان اوپه خپله (غازي صاحب خان) وه .ددوهم جنګ د مشهورو مشرانو اوغازیانو دنومونو شمیره تاریخونه وايې چي درو (۳)زروته رسی. 
جرګه وال کلیو ته ولاړه دسړو ،وسلواوخرڅ په جمعه کولو لګیاسول،دنور قومونو دمشرانو سره يې تماسونه ټینګ کړل.هلته په کابل کي دامیر شیرعلي خان تیښته،دیعقوب خان پاچاکیدل، دګندمک دلوز نامي امضأ،داوردو پاشل کیدل،په کابل کي دانګلیس پرسفارت دخلګو هجوم،دسفیر«کیوناري» وژنه.دشمال له لوري دعبدالرحمن خان پیش روي. وضعه ډیره پیچلي او مغلقه کړې وه.دجنګ دجبهو تر منځ ارتباط ډیر مشکل وو. حتي ورځي ورځي پرتیریدي چي څنګه مشترک عملیات پر مخ بوزی .ارتبا ط یوازی دسړو اونماینده په استولو سره تامین کیدې .دیوه منظم آوردوسره په تش لاس،لڅ بدن،تش نس ،توره اودامپور زاړه تو پک،هغه ته هم نه مرمۍ.او دادوهم جنګ له انګریز سره تر لمړي جنګ ډیر سخت وو.پدي چي انګریزانو ته په لمړي جنګ کښي عمده مشکل دخپلو اکمالاتو درارسولوخبره وه،خوداځل يې هغه مشکل حل و.هرڅه تر چمن او پیښاورپوري ورته په موترو اورګاډي کي راتلل.   
نو کله چي غازي صاحب خان اوغازي پیر محمد خان خپل پنځه زره کسیز فوځ سره سم کړي دکندهار پر لوريې حرکت وکړي. دغزني اوکندهار تر منځ څه کم دري سوه کیلومتره دجوړي لاري فاصیله ده.هغه وخت لاره ګودراو پلونه نه وه،پرکږو لارو باندي پر لږ وخرو اوڅه اوښانو دخرڅ رسول څه آسانه کار نه وو. ټوله لاره سختو خټو مشکله کړي وه پر انسانانو علاوه دحیواناتو تلل دخنډوسره مخامخ وه. دعقرب دمیاشتي په لومړیو کي شاه جوئ ته په وررسیدلو،هلته له کندهار څخه انګریزي قواوي په افغانستان کي دخپل لوي قوماندان  جنرال(رابرت)په امردجنرال (استورات) تر رهبریۍلاندي دکابل پرلور تلې. څوپه کابل کښي دپرتو انګریزي قواوو مرستي ته ځانونه ورسوي. اوهلته دهغو مجاهدو ضد وجنګیږي کوم چي پر کابل يې هجوم وروړي وه . دهغوغازیانو فشار کم کړي، خوشبختانه دا ارمارن يې له ناکامي اونااُ میدي سره ګورته یوړي.دشاه جوئ پرعلاقه يې ملي بهادر مجاهد غازي صاحب خان  دخپلو( پنځوزرو) ملګرو سره یوځاي دانګریز مقابلې ته ملا وتړل. دلته د غازي صاحب خان تر مشري لاندي افغانانو دانګریزانو لاره بنده کړل .اوپر انګریزانو يې حملې شروع کړي،دري ورځي سختي جګړي دوام لاره.څو دانګریز ي منظمو فرقو  چي عصري توپونه  اوتوپک يې لرل دزیاتو تلفاتو په زغمولو سره مړي پرځاي پر یښول اوبیرته دکندهار پرلور له کومه چي راغلې وه پر هغه لاره  وتښتیدل.په خفګان سره بایدولیکم چي پدي دسړو اووسلو په لطاظ نا برابره  جګړه کي ، دوسوه افغانان دخپلو مشرانو ( غازي صاحب خان او غازي پیر محمد خان) سره یوځاي شهیدان سول، پاک رب العزت دي وبخښي. په تاریخ کي وايې: چي  د غازي پیر محمد خان یو لاس دجنګ په دریمه ورځ دفرنګي د توپ ګولې خورک سو خوپیر محمدخان  پدغه حالت کي هم جنګ ته دوام ورکړي ویني يې تلي په یو لاس يې توره چلول څو شهیدسو. قاله اِنا للهِ واِنااِلیهِ راجعون.  داوه مجاِهدین،داسي وي غازیان چي یوازي دالله (ج) درضأ ،اسلامي اوافغاني جذبې دهیواد ،دین اوناموس دساتني په غرض  يې ځانونه قرباني کړل.یوازي دالله (ج) مرسته ورسره وه.نه دکوم خارجي ملک پیسي اووسلي،اونه دبل ملک تحریک،تشویق ،تربیه  اوخیرات .نه هم دمقام ،چوکي، پیسو اومنصب سوال ورسره وو.مولاناشبلي (رح) لیکي :چي یوورځ درسول الله (ص) څخه وپوښتل سول چي دجهاد پوره اوکامل ثواب چاه ته ورکول کیږي؟ ده مبارک وفرمأیل هغه ته چي دولجي اوغنیمت مال ته يې بیخي لاس نه وي وروړي.

که چیري دوستان د غازي صاحب خان او غازی پیر محمدخان په باب لږ یازیات  نورمعلومات ولري  هیله ده راسره شریک يې کړي. مننه. عبدالقیوم له امریکأ  څخه. دتلیفون:-شمیره:                               01-804-264-7133  
دایمل ادرس:aqayum7@gmail.com
ماخذونه: دالاندي کتابونه کتلاي سې:
۱-تاج التواریخ
۲-حقیقت التواریخ
۳- پا چهانو څه کول.
۴- محبس اوقفس.     
۵-حقوق