دعبدالاحمدمحمدیار سره د خواخوږۍ پیغامونه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 40819
خالدهادي
دخبریدو نیټه : 2010-12-12

 گور یې د نوره ډک اوخپلوانوته یې د صبر هیله کوو!

دځوان مشر ښاغلي محمدیار- یار د درنې مور دمرگ په ویر ویرجن سولم خوهغه دغني خان خبره :
( خوله مي نه جوړیږي چي ظالم ووایم رحمان ته ) !
کورنۍ ، یارصاحب اوموږ غوندي دیارصاحب دوستانوته دي لوی الله  صبر او اروا ښادي ته جنتونه عوضونه کړي.
                                                                 آمین
                                                         هارون حکیمي - کابل

--------------------------------------

په خواشنۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چي د کندهار د یو بااحساسه ځوان عبدالاحمد محمدیار مور  د ورپیښي ناروغۍ لکبله چي کراچي ته د درملني لپاره تللې نن دکراچي څخه کندهار ته پر لاري   ساه حق ته سپارلې ده .

انالله وانا الیه راجعون

بېنوا ویب پاڼه او ټوله کارکونکي ئې د ښاغلي محمد یار او کورنۍ سره  ځانونه په دې غم کي شریک بولي او مرحومې ته د جنتونو خواستونه کوي .

---------------------------------------

په ډېره خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ، چې د بېنوا فرهنګي ټولنې د مشر، شاعر او ليکوال محمد يار يار مور بي بي په حق ورسېده.

اناالله و انا اليه راجعون
د محمد يار صاحب اروښاده مور د تېرې يوې مياشتې راهيسې ناروغه وه، چې د درملنې لپاره يې د پاکستان کراچۍ ښار ته وړې وه او د تېرو څو اوونيو را په دې خوا هلته تر درملنې لاندې وه، خو نن ماښام چې د ٢٠١٠ م کال د ډسمبر د مياشتې له ١٢ مې نېټې سره سمون خوري، خپل کور (کندهار) د راتګ پر مهال د کوټې په ښار کې وفات شوه.

ټاکل شوې ده، د محمد يار صاحب د مور بي بي جنازه سبا دوشنبه (١٣، ډسمبر، ٢٠١٠) تر غرمې وروسته شا وخوا دوې بجې د کندهار ښار د عبدالرب اخندزاده له جامع جومات څخه د صوفي صاحب هديرې ته يووړل شي او هلته خاوروته وسپارل شي.

له ستر څښتن (ج) څخه د محمد يار صاحب مور بي بي ته جنتونه غواړه او کورنۍ ته يې جميل صبر غوښتنه کوو.

محمد صادق ژړک، سعيد زابلى، بشير احمد نادم
کندهار، افغانستان

---------------------------------------

انا لله و انا اليه راجعون
اللهم غفر ها و رحمها، الله دۍ جنتونه په نصيب كړي، محمد يار او د ده
ټولې كورنى او دوستانو ته د زړه صبر. ا

حفظ الله غښتلی

-------------------------------------

انا لله و انا اليه راجعون
الله ج دې ورته جنتونه ورکړي. لوی څښتن ج دې محمد يار صاحب او د کورنۍ نورو غړو ته جميل صبر او عظيم اجر ورکړي امين

په درنښت

غوث الدین فروتن
-----------------------------------------------

خپل ګران او زړه ته نږدی ورور محمدیار ته د دې درانده غم د پیښیدو له کبله ، متوفی ته فردوس جنت او کورنۍ ته د زړه صبر غواړم . مرګ حق دی . زموږ د ټولو دغه لار ده . بلجیم میشتي افغانان او بلجیم کلتوري بهیر اړوندان ستاسي سره په دې غم کښي شریک دي .

 حاجي امین باوري د بلجیم څخه

---------------------------------------------------

هڅاند محمد يار ته د خواخوږۍ پيغام
اجازه راکړئ چې د مور بي بي په  وير کې مو درسره يو ځای اوښکې توی کړم، تاسې ته د زغم وپېڅ غوښتنه وکړم او هغې ارواښادې ته له بښاند څښتنه د تلپاتې جنتونو هيله!

ياد دې يې تل تر تله ژوندی وي!

د. ا محمد حکيم اګدري
اوتريش    ۱۲ /۰۱۲/ ۲۰۱۰ 

----------------------------------------------------------

دميدان ځوانانودټولنې خواخوږۍ پيغام
داپه يـــاددمـــحـبـت درســره واخـــله
دژوندون شمعه به مړه وي موږبه نـه يو

په خواشينۍ سره موخبر ترلاسه كړ،چې دبينوا فرهنګي ټولني دمشر ،دهيواد دتکړه  ليكوال   اوملګري محمد يار پتمنه  مو ر بي بي  دور پيښي ناروغۍ له  امله له  فاني نړۍ څخه سترګې پټې اودنيايي ژوندته يې دتل لپاره دپاى ټكى اېښی دی.

انالله و انا اليه راجعون
دميدان ځوانانودټولنيزې،ادبي اوكلتوري ټولنې مشرتابه په دغه سترويركې ځان ددوي له کورنۍ سره شريك بولي،ارواښادې ته دلوي خداى (ج) له دربارڅخه فردوس جنت او پاتې شونوته يې دجميل صبر غوښتنه کوي.

کل نفس ذائقة الموت
څومره ظالم يې مرګه دومره صبرهم نكوې
چې يې دزړه ناغوړېدلې هيلې وغــوړېږي

په خواخوږۍ
انجينير همت الله امين زى
دميدان ځوانانودټولنيزې،ادبي اوكلتوري ټولنې مشر

-------------------------------------------------------------

د ویر څو کرښې
د ښاغلي محمدیار یار د مور بي بي د مړینې خبر د نوموړي د کورنۍ د غړو په څېر زه هم خواشینی کړم. د ستر څښتن له مهربان دربار څخه ګران محمدیار ته د هغه د مور بي بي د مړینې د درانه ویر د زغم دعا کوم، کورنۍ ته یې د زړه صبر او ارواښادې مور بي بي ته یې د فردوس جنت لپاره دعا کوم، خدای دې پرې ورحمېږي.

مرګ حق دی او موږ ټول خدای ج ته ورتلونکي یوو
امیرجان وحید احمدزی

------------------------------------------------------------------

انا لله وانا اليه راجعون.
کل نفس ذائقة الموت.

لکه څرنګه چي ښکاره ده هر څوک به يو واري پر دغه لاره باندي ضرور ځي هغه که يې خوښه وي او کنه؟ په خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چي د ګران محمديار يار مور بي بي په حق ورسېده.
په کوټه کښي مېشت افغاني فرهنګيان د (کروړ فرهنګي ياران) ملګري د محمديار يار د مور بيبي پر مرګ خپله خواشيني څرګندوي او د دوى کورنۍ ته د صبر جميل غوښتنه کوي، او د لوى څښتن په دربار کي لاسونه لپه کوي چي جنت فردوس ور نصيب کړي.

لېوال نورزى. عبدالغني غزنوي، فدا محمد محسن، احمد ستايوال، نويد آرين او ملګري.

-----------------------------------------------

الله تعالي دي دمحمديار(يار)موروبخښي
په ډيره خواشينۍسره موواورېدل چي په کندهارکي دبېنوافرهنګي ټولني دمسؤل اوځوان شاعروليکوال ښاغلي عبدالاحمدمحمديار(يار)موردورپيښي ناروغۍله امله له دې نړۍڅخه دتل لپاره سترګي پټي کړې .
په کندهارکي دوړانګي راډيوټول کارکوونکي له ګران محمديارسره په دې درانه غم کي ځان شريک ګڼي .
دپاک څښتن(ج)له دربارڅخه دده مورته جنتونه اوکورنۍته يې دجميل صبرغوښتنه کوي .
الله تعالى دي ددوى اودنوروپښتنوکورنۍله راتلونکوغمونوڅخه وژغوري .

   محمدابراهيم (سپېڅلى)
په کندهارکي دلومړنۍخپلواکي شخصي راديو(وړانګه ) دخپرونومسؤل

----------------------------------------------

دبېنوا فرهنگي ټولنې  مشرګران او دردمن فرهنګپال ملګري عبدالاحمد محمد يارته  دډاډګیرنې پیغام
په خواشیني سره مو خبر تر لاس کړ چې ستاسو ګرانه  مور بي بي له دې بې وفا نړۍ څخه وکوچېده .
انالله وانا اليه راجعو ن
دجرمني په بایرن آیالت کې دافغانانو دکولتوري ټولنې او دلویې پکتیا دکولتوري ټولنو دګډې جرګې په استازیتوب  زه محمدامین بسمل تاسو ته  دتسلیت پیغام  وړاندې کوم  او په دې دردوونکي غم کې ځان له تاسو سره شریک ګڼم .
مور بي بي ته له پاک الله  څخه  فردوس جنت  اوتاسوته له خپلو ټولو خپلوانو سره جمیل صبرغواړم .
محمدامین بسمل

-------------------------------------

دغرغښت دخیرښیګڼی ټولنی له خوا تاسو محترم او پیاوړی وطنپال لیکوال ښاغلی محمد يار ته ستاسو د محترمی او مهربانی مور د مړینی له کبله تسلیت ډاډګیرنی مراتب کوو او جمیل صبر درته غواړو
قالو انالله و انا اليه راجعون
موږ پدغه غمیزه کې ځان شریک بولو او د خدای (ج) له مقدس درباره ستاسو خدای بښلی مورته د معپرت دوعا کوو جنت فردوس یی په نصیب شه
بسم لله اکبري 
----------------------------------------

په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د ګران افغانستان  د غوره فرهنګي شخصیت ښاغلي محمد یار  ، مور بي بي د  ورپېښې ناروغۍ له امله وفات شوي .لوی خدای دې ښه جنتونه ور په برخه کړي .
د ښاغلي محمد یار صیب مور  د خپلو نورو  لوړو اسلامي او پښتنې صفاتو تر څنګ زموږ د فرهنګي ټولنې لپاره  لکه د محمد یار صیب په شان  ویاړلی بچی روزلی چې د افغانستان  د تمدن زېږونکي  ولس د تاریخ  نا لوستلې پاڼې رابرسېره کوي او د افغان د ویاړلي ولس د برم او پرتم ترانې غږوي .دغه شان یوه مور هېڅکله هم نه مري ، هغه د خپلو دغو شاځلمو بچو پر ویاړلو کارنامو تل ژوندۍ وي .
موږ په داسې حال کې چې له ښاغلي محمد یار سره خپله غمشریکي اعلانوو ، دوي ته جمیل صبر او مور بي بي ته له الله نه د مغفرت غوښتنه کوو .
د خپلواکۍ له فرهنګي مرکز نه
محمد یوسف هېواددوست