د مرحوم غلام حبيب پوپل د مړيني په مناسبت د غمشريکۍ پيغام-
په ډېره خواشينۍ خبر سوو چي غلام حبيب د هيواد يو تاريخ پوه، ادبي او اجتماعي شخصيت د يکشنبې په ورځ، د ٢٠١٠ کال د ډسمبر د مياشتي پر پنځمه د هغي ناجوړۍ له امله چي ورته پېښه سوې وه، وفات وکۍ. انالله و انا اليه راجعون. خداى (ج) دي يې وبخښي او کورنۍ ته دي يې خداى (ج) صبر جميل ور په برخه چي دداسي لويي ضايعې تحمل وکړاى سي.
غلام حبيب پوپل د کندهار د ښار په يوه روښانه او مهذبه کورنۍ کي زېږېدلئ او لوى سوئ دئ. توله کورنۍ يې نه يوازي د ښو او لوړو تحصيلاتو او ښو اخلاقو څخه برخه من دي، بلکه د هيواد او ولس د ګټو او پرمختګ سره په کلکه علاقه لري.
مرحوم غلام حبيب پوپل خپلي زده کړي د کندهار په مشرقي لمړنۍ ښوونځي، منځنۍ او د ليسې زده کړي يې د کندهار د ميروېس نيکه په لېسسه کي سرته ورسولې، او په عېن حال د خپل پلار له علمي فيضه هم برخه من وو. وروسته تر هغه يې د کابل پوهنتون د ادبياتو د فاکولتې د تاريخ او جغرافيې په څانګه کي تحصيل ته ادمه ورکړه او په دې دوران کي يې د داسي پياوړو استادانو لکه مرحوم علامه حبيبي صاحب، لوي استاد علامه رشاد صاحب، او پياوړي شاعر او اديب بينوا صاحب او نورو استادانو څخه نه يوازي زده کړه کړې بلکه د هغوي سره د شخصي شناخت او ناستي ولاړي څخه هم برخه من وو. تر فارغېدلو وروسته يې د معلم په توګه وظيفه درلوده، او تر هغه وخته پوري چي مهاجرت ته نه وو مجبوره سوئ، د ښووني د وزارت په مربوطو څانګو کي يې خپلي وظيفې ته ادامه ورکړه.
مرحوم نه يوازي د تاريخ يو ښه او بااستعداده استاد وو، بلکي په اجتماعي او سياسي مسائلو کي هم د نظر خاوند او فعال شخصيت وو. ده د بېخي اولي ځوانۍ څخه د وطن او ولس د مسائلو په باره د بحث او عمل سره علاقه درلوده او په مينه يې ګډون پکښي کاوه. صراحت د لهجې، او د وطن د ګټو په دفاع کي همېشه په کلام، قلم او عمل ږغ لوړول دده يو خاصيت وو، او د وطن او ولس ګټو ته يې پر بل هر څه ترجيح ورکول.
هغه وخت چي په کندهار کي اوسېدئ د ماپښين له خوا به په پښتونستان رستوران، يا ميروېس رستوران کي د ځان په شان د روښان فکر خاوندو ځوانانو سره کښېنستئ او د وطن او نړۍ پر مسائلو پېښو او حوادثو او علمي موضوعاتو باندي به يې ګډه بيانونه کول، خپل معلومات به يې ورسره شريک کول. دغه د ميروېس رستوران مازديګرنۍ ټولنيزه ناسته يوه عنعنه وه چي په هغه کي به د ښار تعليم يافته ګان راټولېدل او پر علمي موضوعاتو او د ورڅي پر تودو مسائلو به خبري کېدئ چي حاضرين به ځني مستفيد کېدل او مرحوم غلام حبيب پوپل په خپل روڼ ددې ګرداب له دايمي ګډون کوونکو څخه وو، چي حاضرين به يې له معلوماتو څخه برخه من کېدل. يو بل ځاى چي دى او دده په شان نور عالمان، ليکوالان، شاعران او د نظر خاوندان هره جمعه سره راټولېدل، په ارغنداو کي د سيد عبدالرازق اغا (خداى دي يې و بخښي) د کورنۍ باغ وو، چي هلته هم هره د جمعې ورځ دغه کسان راټولېدل او پر مختلفو مسائلو به يې تود او له معلوماته ډک بحثونه کول. زه کامل اطمانان لرم چي دده په مړينه به ټوله هغه کسان تر اندازې زيات غمجن سوي وي، چي په دغو مجلسو کي يې اشتراک کاوه.
په ١٩٨٠ کلونو کي کله چي په هيواد کي يو عمومي ناورين منځ ته راغئ، نوموړي مرحوم د خپل هيواد او ولس تر څنګ ودرېدئ، او د اشغالګرو قواوو او د وخت د حکومت په مخالفت يې لاس پوري کئ، او تر هغه وخت چي ورته ممکنه وه دهيواد په دننه کي پاته سو. کله چي د معينو مجبوريتو په سبب د خپل هيواد پرېښوولو ته اړوتئ، او پاکستان ته مهاجر سو، نو هلته يې بيرته ځان د خپلو وطنوالو په زده کړه بوخت کړ، يعني افغانانو ته يې په درس ويلو او هغوى ته يې د سواد په زده کولو شروع وکړه، او د په عېن حال کي يې د خپل هيواد په باره کي يې څېړنو ته ادامه ورکړه. وروسته تر هغه چي کاناډا ته را مهاجر سو، بيا يې هم خپلو علمي کارونو او مشغلوليتو ته ادامه ورکړه. په دې دوران يې هم د پخوا په شان د خپل هيواد د تاريخ ټولني او کړاوونو په باره کي څېړني او ليکني کړي دي. ليکني او ترجمې يې څه په مستقل ډول او څه هم په افغان رساله کي، چي د کاناډا د ټورنټو په ښار کي د ښاغلي احمد شاه هوتکي له خوا خپريږي، خپرې سوي دي.
نوموړئ د ډېر ښه خلق او اخلاقو خاوند، ډېر ظريف، او هميشه به يې خوله د خندا ډکه او له هر چا سره يې په ډېره ښه خوله خبري کولې. ظرافت يې خوښ وو او پخپله هم د ډېري ظريفي قريحې خاوند وو. ظرافتونه يې في البديحه او هميشه پر ځاى وه. او له دې لحاظه يې هم په ملګرو کي محبوبيت درلودئ. د يوې خبري سړى او د کلکي ارادې خاوند وو، ښه ورور، ښه پلار او ښه ملګرئ وو. علاوه پر دې چي دده مرګ په سره ما او يو ټينګ ملګرئ او يو صميمي اشناى له لاسه ورکئ، وفات يې په شخصي، اجتماعي، ادبي، علمي او سياسي سطحو کي يوه ډېره لويه ضايعه ګڼم.
زه د خپلي ټولي (سليمي) کورنۍ، او خپلو ملګرو له خوا تر هر څه مخکي د مرحوم غلام حبيب محترمي مېرمني، زامنو، لوڼو، وړونو ، هر يوه عبدالسميع پوپل، عبدالنافع پوپل، عبدالبصير پوپل، او ډاکټر زلمي پوپل، د دوى د کورنۍ ټولو نورو غړو، مخلصانو، ملګرو، او د افانستان د تاريخ او ادب مينه والو ته دده د مړيني تسليت وايم او ځان د هغو سره په دى لوى غم کي په غم غمجن او غمشريکه ګنم.
روح دې ښاد او ياد دې د همېشه لپاره تازه وي.
ستاسو سره په غم کي شريک
نسيم سليمي