داستاد محمد معصوم هوتک مور په حق ورسیده !

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 40952
سعيد لودين
دخبریدو نیټه : 2010-12-19

 و ټولو  دوستانو او ملګرو  ته  په ډېري خواشينۍ سره  خبر ورکول  کيږي چي د  استاد محمد معصوم هوتک مور   او د ارواښاد مولوي صالح محمد هوتک مشره لور په کندهار کي په حق ورسېده    .اناالله و انا اليه راجعون

مرحومه  یوه  ډېره  دينداره  ، هوښياره ، باتدبيره او ددرانه شخصيت څښتنه وه .  ارواښاده له تيرو څو کلونو څخه په سويډن کي اوسېدله خو  خپلي خوشبختۍ يې  دژوند اخيره هفته  و کندهار ته ورسول .

د ارواښادي جنازه په خپله پلرنۍهديره  حضرت جي بابا کي خاوروته  وسپارل سوه . فاتحه يې په کندهار کي په دو شنبه او سه شنبه اخيستل کيږي او په کاناډا کي به  انشاالله په راتلونکې یکشنبې واخيستل سي .
روح دي يې ښاد او پر قبر دې انوار  اوري